چې شپه پخه نه وي پخې خبرې نه کوي څوک
په لنډه لاره کې اوږدې خبرې نه کوي څوک
مونږ وايو هسې نه زموږ له لاسه ونه وځې
د چا پر وړاندې خو دوه درې خبرې نه کوي څوک
په اورېدو يې چې د غرونو کاڼي وښويږي
دومره بې آبه بې پردې خبرې نه کوي څوک
پښتونه ! ته د نوي دور فکر کله کوې
په دغې دور کې زړې خبې نه کوي څوک
ساحله ته لاهم د زړه مينه ښودلى نه شې
چې ښکلي وګوري زړې خبرې نه کوي څوک
18.07.2011
- احمد بختيارساحل
د ګران (( ساحل )) د شعر (( يوسف ))او زموږ د مصر بازارفضل ولي ناګارنن سبا ، خو داسې وخت دى ، چې هر څه د ژورنالېزم په لښته وهل شوي ، نو شعر غريب به ترې څنګه بچ وي . موږ په پېښو او تقليد ژوند روان کړيدى او دا ځکه هېڅ ډول نوښت او ابداع نه لرو . د انجينرۍ او کرنې له پوهنځيو موهم په نامشروع ډول ژورنالېستان وزېږېدل ، خو دا به زموږ بخت وي ، چې پچه اچوو ، او لال کېږي ، د ښکېلاک دې نور هم لاس خلاص وي ، او شکرونه دي ، چې حلالونې وختل .سکون او ساحل چې څومره تلازم او تناسب لري . زه...
26.08.2011
- احمد بختيارساحل
اوس چې دې يار کړمه جينۍ اوس به زاري کومهزه مې تر مرګه د خپل زړه ذمه واري کومهزه د جنسيت لپاره خپله شمله نه بايلمهزه دې د پاکې عقيدې تابعداري کومهزه درنه غواړمه چې غرونه غرونه مينه راکړېله دې نه وروسته ستا لپاره شاعري کومهښکلو د ژوند په معنا پوى کړم ښکلو ښکلى کړمهچې ښکلى وګورمه خامخا زاري کومهاوس خو دې لاره رانه بيله کړله بل ته لاړېکه پخه دې ونيسې خبره اخري کومهساحله زه يې د غلام په حيث منلى ښه يمزه داسې نه غواړم چې زه يې بادا...