لکه د سره انګار بڅرې
يا د هارون پاچا سندرې
لګي په خوله لکه شکرې
دا جينکۍ وړې کوترې
وړې کوترې مې خوړې نه مړيدمه

+++++++++
په سر يې سپينې واورې و کې
د انجونو ميره ترې واده کې
يا مينان ورته په زړه کې
خدايه ګورګورې تورې مه کې
جينکۍ سرې شونډې ور وړي تورې راوړينه
++++++++++