د چا د زړه د وينو رنګ سترګو کې مه ګرځوه

ښکليه ! مينه وکه جنګ سترګو کې مه ګرځوه

حالات خمار دي او د کلي ځوانان تږي تږي

دلبره ! مه کوه دا بنګ سترګو کې مه ګرځوه

دلته يواځې ورور وژل د ننګ خبره ښکاري

د ازادۍ لپاره ننګ سترګو کې مه ګرځوه

د پښتنو په علاقه کې دا خبرې شته دى

چې خوشال نه منې اورنګ سترګو کې مه ګرځوه

ساحله ! کلى دى په کلي کې دودونه سخت دي

د خپلې مينې زور او شرنګ سترګو کې مه ګرځوه

٢٠١١ _ ١ _ ٣

ننګرهار کليد راډيو