ما غېږ کې واخله ما خوندي که
ګونځې دې لرې له تندي که
نورې دې ختمې اسويلي که
د برېتو څوکې دې قيچي که
زما په شونډو پرهرونه جوړوينه
04.01.2011
- احمد بختيارساحل
د چا د زړه د وينو رنګ سترګو کې مه ګرځوه
ښکليه ! مينه وکه جنګ سترګو کې مه ګرځوه
حالات خمار دي او د کلي ځوانان تږي تږي
دلبره ! مه کوه دا بنګ سترګو کې مه ګرځوه
دلته يواځې ورور وژل د ننګ خبره ښکاري
د ازادۍ لپاره ننګ سترګو کې مه ګرځوه
د پښتنو په علاقه کې دا خبرې شته دى
چې خوشال نه منې اورنګ سترګو کې مه ګرځوه
ساحله ! کلى دى په کلي کې دودونه سخت دي...
10.01.2011
- احمد بختيارساحل
د پاکستان د کورنيو چارو پخوانى وزير او د واکمن خلکو ګوند مهم غړى نصير الله خان بابر د ورپيښې ناروغۍ له مله ومړ.
نصير الله بابر د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د نوښار سيمې اوسېدونکى و او له تېرې څه مودې راهيسې سخت ناروغ و.
د پاکستان دولتي ټلويزيون تېره شپه ناوخته اعلان وکړ، چې پر نصير الله بابر د ګوزڼ حمله شوې وه او له تېرې څه مودې راهيسې د پېښور ښار په پوځي روغتون ( سي. ام.اېچ) کې تر درملنې لاندې و.
سرچينې زياته کړه، چې نص...