د پاکستان د کورنيو چارو پخوانى وزير او د واکمن خلکو ګوند مهم غړى نصير الله خان بابر د ورپيښې ناروغۍ له مله ومړ.

نصير الله بابر د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د نوښار سيمې اوسېدونکى و او له تېرې څه مودې راهيسې  سخت ناروغ و.

د پاکستان دولتي ټلويزيون تېره شپه ناوخته اعلان وکړ، چې پر نصير الله بابر د ګوزڼ حمله شوې وه او له تېرې څه مودې راهيسې د پېښور ښار په پوځي روغتون ( سي. ام.اېچ) کې تر درملنې لاندې و.

سرچينې زياته کړه، چې نصير الله بابر تېره شپه ناوخته په ياد شوي روغتون کې د ورپيښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

د نصير الله بابر لور شيلا بابر د پاکستان ملي ټلويزيون ته ويلي، چې پلار يې له تېر يونيم کال راهيسې سخت ناروغ و.

هغې زياته کړه، چې د پلار د جنازې مراسم به يې نن د نوښار سيمې په پيرپيايي سيمه کې ترسره کړاى شي ..