پوهېږمه چې ماته دي غوصه زما ملګري
خاونده ! چې له ما ، نه کړې خپه زما ملګري
منم چې بې وسي مې انتها ته رسېدلې
چې نه خلاصوي ماته دروازه زما ملګري
يو وخت به يې د پيغلې په څېر مينه راکوله
اوس نه ساتي په هېڅ ځاى کې پرده زما ملګري
دخپلې معشوقې مې دومره خيال ساتلى نه دى
چې څومره و په زړه کې راسره زما ملګري
ساحله ! زه ددې خبرې غم کومه ژاړم
اخر راته دا ژوند نه کړي لمبه زما ملګري
٢٠١١ _ ١ _ ١٠
ننګرهار کليد راډيو
10.01.2011
- احمد بختيارساحل
د پاکستان د کورنيو چارو پخوانى وزير او د واکمن خلکو ګوند مهم غړى نصير الله خان بابر د ورپيښې ناروغۍ له مله ومړ.
نصير الله بابر د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د نوښار سيمې اوسېدونکى و او له تېرې څه مودې راهيسې سخت ناروغ و.
د پاکستان دولتي ټلويزيون تېره شپه ناوخته اعلان وکړ، چې پر نصير الله بابر د ګوزڼ حمله شوې وه او له تېرې څه مودې راهيسې د پېښور ښار په پوځي روغتون ( سي. ام.اېچ) کې تر درملنې لاندې و.
سرچينې زياته کړه، چې نص...
11.01.2011
- احمد بختيارساحل
د افغانستان کرکټ بورډ حمید حسن ته د ۲۰۱۰ز کال د غوره لوبغاړي لقب ورکړ او د ۲۰۱۱ز کال د شل اوریزو او یو ورځینیو لوبو کپتان یې ونوماوه.
د حمید حسن سره په څنګ کې به د اوږدو لوبو( ټیسټ) کپتاني د ملي لوبډلې پخوانی کپتان نوروز منګل کوي او په راتلونکي کې به افغان ک...