سکروټې درنه ، نه غواړم ايره دې ماته را که

جانانه ! د وجود يوه زره دې ماته راکه

د سرو زرو د بيې اندامونه دې دا ستا وي

چې ستا له خياله وتې وي هغه دې ماته راکه

د ټولې زندګۍ سړې خبرې توده ومه

غرور دې ماته وبخښه غوصه دې ماته راکه

چې ټوله دنيا ستا يوې خبرې ته لوګى کړم

ته هېڅ مه کوه ياره !اجازه دې ماته راکه

که مخ دې راته نه ښايې نو بيا هم خپه نه يم

نو ، دومره خو بيا وکه آيينه دې ماته راکه