لس باندې دوه بجې وې چې تمځي ته ورسېدواو ژر ژر د مونشي خونې ته لاړو د کوټې د ګاډي پوښتنه مو ترې وکړه چې چېرته ولاړ دى ؟

هغه وويل : د کوټې ګاډى خو همدا اوس لاړ درې کسان هم پکې کم وو ، تاسو ناوخته راغلۍ ! هيله من له ډېرې غوسې په چغو ورته وويل : تاسو خو په ټيکټ کې دوه نيمې بجې ليکلي دي او اوس دوه بجې او شل دقيقې دي ! په منډه د ټيکټ پلورنې خونې ته لاړو او هلته مو په ډېرې غوصې سره پوښتنه وکړه ، ټيکټ پلورونکى ډېر ښه سړى و ، په خندا يې وويل چې ستاسو ګاډى نه دى تللى هغه له دونه نيمو بجو وړاندې حرکت نه شي کولاى ! هاغه ٣١٠ لمبر سور ګاډى ستاسو دى ! ايله مو سترګې وغړېدې ، يو بل ته مو وکتل او بيا لاړو په ګاډي کې په خپلو سيټونو کېناستو .

هيله من چې کوم ناولونه راخستي وو ، يو يې د شپون صيب ( ګټيالى ) بل يې د اميد صيب ( ستوري کيسه کوي ) او همدارنګه دريم ناول د نذيراحمد سهار د ( شيطان په پرېوتو کې ) ناول و چې ما پکې د شپون صيب ناول راواخيسته ځکه دده د ناولونو ډېر صفت راته چا کړى و . ډډه مو وهلې وه چې ډرېور د دوعا کولو غږ وکړ له دوعا وروسته يې د وږمې دغه کېسټ ورواچوله چې :

څنګه به تېر کړمه اختر زه هېروى نشم مسافر زه

شېرين جانان مې کراچۍ ته روانېږي په مخ زما اوښکې بهيږي

دې سندرې په هغې وخت کې ډېر مينه وال پيدا کړي و بلخصوص ډرېوانو خوډېره اورېده .

ناول لوستلو هم خوند رانه کړ ، ځکه لاره به چې را په ياد شوه نو څلرويشت ساعته مزل يواځې په خوله ياديږي ، خو بيا به مې زړه ته تسلي ورکړ ه چې ځه د لارې سيل خوبه وکړې ځکه په دې لاره سړى له درېو سوبو تېرېده بيا بلوچستان ته رسېده .

کله مو چې ټيکټونه اخستل نو راته ويل شوي و چې په ګاډي کې ايرکنډېشن هم شته ، خو په لاره کې بيا داسې نه و کله ناکله به يې پکى چالانو او هغه به يې هم بېرت بنداوه ، او په له موږ سره ماشومان هم و ، له ډېرې ګرمۍ نه به هغوى هم چغې وهلې خو له څلور ساعته مزله وروسته ګاډى د يوه جومات مخې ته ودرېد ، ټول ترې راښکته شوه او د لمانځه لپاره لاړو ، کله مو چې لمونځ وکړ او ګاډي ته راوختو هيله من يو ځل بيا په غوصه شو او ډرېور ته يې وويل چې ، په دومره لوى سفر کې درسره اوبه نشته په ګاډي کې دې ايرکنډېشن نشته ته لکه چې په مونږ رشخند وهې او انسان درته هېڅ هم نه ښکاري ، زه ورپاڅېدم او خپل ځاى ته مې راوسته .

نور نو په چا کې د خبرو کولو توان نه و ځکه چې شپه تياره شوې وه ، کله مو چې ساعتونو ته وکتل لس بجې شوې وې او په ګاډي کې داسې خاموشي خوره وه چې تابه ويل دلته هېڅ څوک نشته ، خو يو څو شېبې وروسته د ګرمۍ له وجې داسې يو شور جوړ شو چې تابه ويل يو غټ غم په خلکو راغلى دى ، له هره خوا چغې شوې چې ګاډى ودراوه ، ګاډى مو ودراوه .

ډرېور هم وارخطا شو ، ټول له ګاډي څخه ښکته شول ، او ډرېورته يې وويل چې ستا ايرکنډېشن زموږ پکار نه دى د ګاډي ښيښې خلاصې کړه ! ډرېور وويل چې د ګاډي ښيښې لاک دي او د خلاصولو امکان يې نشته خو په زوره مو ورباندې پرانستې ، تقريبا يو ساعت په لاره کې جنجال و او وروسته مو حرکت وکړ .

خو هيله من بيا له کلينر سره په اوبو لانجه وکړه او نېږدې و چې خوله ورباندې ولګوي بيا مو راوست او په زوره مو په خپل ځاى کېناوه .

لږ چې هيله من سوړ شو وا د خداى بښلي طاهر فرهاد يو غزل په ترنم کې پيل کړ چې هغه هم راسره غبرګه کړه ، مشکور خو داسې غلى ناست و چې هېڅه غږ يې هم نه کاوه ، همداسې په ترنم کې خوب وړي و ، کله مو چې سترګې پرانيستې سهار پينځه بجې وې ، ګاډى ودرېد ، ټول د لمانځه د ادا کولو لپاره ښکته شو ، زه خو د لوږې له لاسه له هر څه پاتې وم ، شپې مو هم ډوډۍ نه وه خوړلې ، مشکور هم ويل چې زه وږى يم ! هيله من هم زړه نازړه وويل صحيح ده چاى به وڅښو .

لاړو يو پاکټ بسکټ مو له يوه پياله شېدو سره وخواړه ، تر لږ ځنډ ورسته ګاډي بيا حرکت وکړ .

او س نو کله به په ويده و او کله به ويښ و د  غرمې تر يو لسو بجو چا څه ونه ويل خو ما هم ټوله لاره وڅارله دومره يو ښکلى او په زړه پورې طبيعت خداى د سند خلکو ته ورکړى چې په ډېرو صفتونو ارزي او د سند خلک هم دومره ويښ او زحمتي خلک دي چې ما پکې يو ځاى هم بې فصله ونه ليد او ډېرې پراخه اوبه هم لري .

ما همدغه ننداره کوله چې ګاډى بيا د غرمې د ډوډۍ لپاره د يوه هوټل مخې ته ودرېد . او ټول له ګاډي ښکته شول کله چې هوټل ته لاړو نو پينځه شپږ رقمه دال يې راوړل ، ما او مشکور خو يې له خوړلو څخه بښنه وغوښته او هيله من  وويل چې زما ورباندې روپۍ تللي دي او والله که کپ هم راڅخه پاتې شي ، او رښتيا هم ټول يې وخوړل .

کله مو چې حرکت وکړ يوساعت مزل به مو نه و کړى چې ګاډى بيا ودرېد په خبره نه وپوى ، خو يو څه وخت چې وواته ټول له ګاډي پلي شول ومو ليدل چې دوه ګاډي دسرک په منځ کې جنګېدلي دي ، ښه چې نېږدې ورغلو ومو ليد ل چې يو ګاډى د کباړو و او بل د مڼو ، جالبه دا وه چې ټوله سيمه له مڼو څخه ډکه وه او هر چا ترې جبونه ډکول . ما هم يوه دانه راواخېسته يو ساعت دلته هم تم شوه او ډېر زيات ګاډي کتار شول نو داسې ويل کېدل چې په ډېرې سختۍ به له دې ځايه ووځو .

دا نو داسې ځاى و چې دواړو خواوو ته لوړ لوړ غرونه و د يو خواته ښکلى سړک او بلې خواته لوى خوړ و ، خو له نېکه مرغه چې په خوړ کې اوبه نه وې او  په خوړ کې مو څو پنجابۍ انجونې وليدې چې تصويرونه يې اخستل ، دلته هيله من بيا مشکور ته خوله ورواچوله چې مشکوره منډې قوميان دې عکسونه اخلي او ته هم ورسره ودرېږه هغه بيا په غوصه شو او بدې ردې يې ورته وويل .

ټول ګاډي د خوړ له لارې پورې وتل او او مونږ هم تر لږ پلي تګ خپل

ګاډي ته وختو .

دا مهال نو بېخي ستړيا خپل حد ته رسېدلې وه او د کوټې د ښار د ليدلو تلوسه هم دومره ډېره شوې وه چې نور نو سفر هېڅ خوندنه کاوه ، په همدې ځاى کې يو کوته وال هم له موږ سره ملګرى شو د کوټې د ښار په هکله مو ورڅخه بيلابيلې پوښتنې کولې پدې وخت کې د مڼو باغونه زموږ په مخ راغلل ، هغه موږ ته وويل چې دا دکوټې د ښار د رارسېدو نښې دي ، خو په خبروخبرو کې دوکانونه راورسېدل اخوا دېخوا مو کتل چې ګاډى يو سراى ته ورسېد کوټه وال وويل چې همدا تمځاى دى ، له ګاډي نه ټول ښکته شوو .

کوټه               

دا  مهال پوره دوه نيمې بجې وې يانې  مونږ پوره څلرويشت ساعته مزل کړى و .