دا ښکلى داسې دى لکه سپرلى لکه ګلاب
خو ، ماته فقط دومره شي مسکى لکه ګلاب
قامت کې دې دلبره د قيامت علامې ښکاري
اخر به درته مړاوى شي سړى لکه ګلاب
چې مور مې دي د څه لپاره دا راته ويلي
را وغوړوه هرچاته تندى لکه ګلاب
چې نه يمه پاڼجنې وي چې راشمه غوړيږي
د مخ په دايره کې دې يوځاى لکه ګلاب
ساحله ! ته څه وايې چې دا ښکلي به څوک ښايي ؟
چې تل وايي په کلي کې يو دى لکه ګلاب
14.12.2010
- احمد بختيارساحل
دا ولې ته بې نوره بې نمکه راته ښکارې ؟
باور وکه تربوره ! بې نمکه راته ښکارې
جانانه ! چې له کومې ورځې نه راته راګورې
بې مينې ، بې شعوره بې نمکه راته ښکارې
که ټوله دنيا فتحه کړې بې ځايه اراده ده
چې مور شوه په تابوره بې نمکه راته ښکارې
که غم دى که خپګان دى خو رقيب خانداني دى
په ما مه کوه توره بې نمکه راته ښکارې
اشنا ويل ساحله ! خرابات کې لکه ګل يې
خو اوس چې شوې مجبوره بې نمکه راته ښکارې...
22.12.2010
- احمد بختيارساحل
لس باندې دوه بجې وې چې تمځي ته ورسېدواو ژر ژر د مونشي خونې ته لاړو د کوټې د ګاډي پوښتنه مو ترې وکړه چې چېرته ولاړ دى ؟
هغه وويل : د کوټې ګاډى خو همدا اوس لاړ درې کسان هم پکې کم وو ، تاسو ناوخته راغلۍ ! هيله من له ډېرې غوسې په چغو ورته وويل : تاسو خو په ټيکټ کې دوه نيمې بجې ليکلي دي او اوس دوه بجې او شل دقيقې دي ! په منډه د ټيکټ پلورنې خونې ته لاړو او هلته مو په ډېرې غوصې سره پوښتنه وکړه ، ټيکټ پلورونکى ډېر ښه سړى و ، په خندا يې وويل چې ستاسو ګاډى نه دى تللى هغه له...