دا ولې ته بې نوره بې نمکه راته ښکارې ؟

باور وکه تربوره ! بې نمکه راته ښکارې

جانانه ! چې له کومې ورځې نه راته راګورې

بې مينې ، بې شعوره بې نمکه راته ښکارې

که ټوله دنيا فتحه کړې بې ځايه اراده ده

چې مور شوه په تابوره بې نمکه راته ښکارې

که غم دى که خپګان دى خو رقيب خانداني دى

په ما مه کوه توره بې نمکه راته ښکارې

اشنا ويل ساحله ! خرابات کې لکه ګل يې

خو اوس چې شوې مجبوره بې نمکه راته ښکارې