مونږ که سندره کړې مونږه که ټپه کړې ده
مونږ په کې خامخا د خپل ژوندون کيسه کړې ده
مونږ چې ښکلا ليدلې مونږه خاموشي کړې ده
مونږه د هر سړي په هر ځاى کې پرده کړې ده
مونږه چې کوم ځاى کې د سرو ګلونو کر کړى دى
په هغه ځاى کې بيا پردو ښکلو دمه کړې ده
زما د غټو غټو اوښکو دې پروا ونه کړه
ما ژوند بايللى تا چې کله اشاره کړې ده
ساحل د هر ښکلي مزاج ته رياضت کړى دى
ساحل ته هر ښکلي قسم کړى بانه کړې ده