کوټه د زېږو پښتنو کور دى
د کوټې يونليک
د زمري د مياشتې په ٧ مه نېټه د ارواښاد شهيد حاجي عبدالقدير په ژوند او کارنامو په ننګرهار هوټل کې يو ورځينى سمينار جوړ شوى و ، په دې سمينار کې د ختيځو ولاياتو اکثرو قومي مشرانو ، شاعرانو ، ليکوالانو او دخدابښلي قدير مينه والو ګډون کړى و.
د سيمينار په جريان کې عطامحمد هيله من خداى شته چې تر دې وړاندې مو له يو بل سره چندان ګپ هم نه درلود او نه په يوبل ښه لګېدو ، زما ترڅنګ کېناست او تر ستړي مشي وروسته يې وويل : ساحله ! زه دې پېژنم چې ته څنګه هلک يې او ځواب هم په تاپسې رالېږلى يم چې له ماسره کوټې ته لاړ شې ) زه داسې حيران غوندې شوم ما خو د کوټې نوم اورېدلى و چې د بلوچستان ايالت مرکزي ښار دى او خلک يې هم ډېر پښتانه خلک دي نو له هيله من څخه مې وپوښتل چې خبره څه ده ؟ هغه وويل : ( داسې څه د تشويش خبره نه ده يوه ډېره مهمه غونډه د ( پښتو ژبې برخليک په يويشتمه پېړۍ کې ) ترعنوان لاندې جوړيږي چې له هر ځاى څخه پښتانه ليکوال په کې ګډون کوي او له ننګرهار څخه زه د خلکو بيولو ته ټاکل شوى يم ، او د پيسو تشويش هم مه کوه ځکه حاجي ظاهر ماته ٥٠٠٠٠ پاکستانۍ کلدارې راکړي دي چې لس پينځلس کسان له ځانه سره بوځه ، نو اوس زه له تا څخه ځم او ستا د ځواب په تمه يم ))
رښتيا خبره چې وي زه داسې سفرونو ته ډېر زيات خوشحالېږمه او بيا کوټې غوندې ځاى ته چې دروېش غوندې يو ستر شاعر هم اوسيږي .
کله چې مې دا ټولې خبرې يوځل په خيال کې واړولې راواړولې نو فکر مې وکړ چې يو ځل دغه خبره له ځواب او ازمون صيب سره هم شريکه کړم نو دابه ماته نور هم تسکين شي ، همداسې مې وکړل او له ځواب سره مې هم خبره شريکه کړه هغه راته وويل (( والله زما هم زړه وو چې لاړ شم خو د وظيفې په خاطر نه شم کولاى چې لاړ شم نو ته خو بايد ولاړ شې ځکه ډېره مهمه غونډه ده او ډېر څه به پکې زده کړې )) .
د ځواب دې مشورې زه نور هم وهڅولم او نور نو راته کوم تشويش نه وو پاتې .
کله چې غونډه پاى ته ورسېده همداسې نېغ کورته ولاړم او د سفر په تياري بوخت شوم ، نو اوس مې دا سوچ کاوه چې په کور کې به څنګه دا خبره يادووم ځکه زه دا مهال د دومره لرو سفرونو لپاره نه وم تيار شوى خو زما مينې او زړه راته همدا ويل چې په کور کې دروغ ووايه چې کابل ته ځم .
کله مې چې دشپې پلار کورته راغى ، ترستړي مشي او ښه راغلي وروسته مې ورته په رېږديدلي غږ دا خبره ياده کړه چې په کابل کې يوه غونډه ده او زه هم پکې بلل شوى يم او نور ملګري هم راسره دي که ستا اجازه وي زه به هم ولاړ شم .
ماته چې څنګه وېره اوتصور درلود نو خبره د هغې برعکس شوه پلاره مې له کومې زورونې راته وويل : (( زويه ! ته اوس غټ هلک يې په ښه او بدو ښه پوهېږې ، نو ته چې دې غونډې ته دومره لېواله يې زه پکې هېڅ هم نه وايم او له ماسره دغه ٣٠٠٠ پاکستانۍ کلدارې دي او دا ته واخله زه باور لرم چې دابه د دوه درې ورځو لپاره بسنه وکړي ، خو کله چې ورسېدې بيا به مونږ ته يو ډاډ هم راکړې )) .
شپه خو په ډېرو سوچونو او فکرونو سبا شوه تر لمانځه او چاى څښلو وروسته مې خپله غوټه راواخېسته او له کوره راووتم ، له ځانه سره مې وويل چې هر مهال راته هيله من ټيلفون وکړ نو زه بايد ورته تيار امده واوسم .
همداسې ښارته روان شوم او دا فکر مې کاوه چې هيله من کوم ځاى ته ډېر راځي ، خو داسې کوم ځاى فکر ته رانغى نو زنګ مې ور وواهه ، لومړى خو يې ټيلفون نه اوکى کاوه ، کله يې چې اوکى کړ راته يې وويل : (( چې د ٢ بجې دهارون کتاب پلونځي ته ځان راورسوه او هلته د حميد الله مشکور په نوم يو ملګرى هم راځي او زمونږ د سفر يار دى )) .
دا مهال لس بجې وې و تر دوو بجو پورې انتظار راته ډېر زيات ښکارېده ، تر دوو بجو پورې هملته په ښار کې ګرځېدم .
کله چې وخت پوره شوه پوره دوه بجې وې چې د هارون دوکان ته مې ځان ورساوه ، هغه مهال دهارون دوکان نه وه ،د مخابراتو څلورلاري څېرمه د المونيم پلورنې هټيو ته نېږدې د سرک په غاړه په يوه سيميټي چوتره کتابونه غوړولي وو، نو ، خداى شته له اوسه يې په هغه مهال ډېر بازار ګرم وو .
نور مهال به يې په دې ځاى کې اکثره د هارون پلار ناست وو ، خو زه چې کل ورغلم نو پخپله هارون ناست و ، تر ستړي مشي وروسته مې ورته کيسه وکړه ، هغه هم وويل چې غونډه ډېره مهمه ده خو له هيله من سره لږه ګوزاره کوئ ، ځکه مينه ناک نه دى .
په همدې خبرو کې و چې يو بل نرى ، ټيټ ، له رنګه زما په څير غنمرنګه بونډۍ ګيرى ځوان راغى چې تردې وړاندې زه ورسره اشنا نه ومه ، هارون ورسره په روغبړ کې وويل ، مشکور صيب ته خو له کوټې ته نه ځې ؟ مشکور ورته په هو ، ځواب ورکړ بيا يې زه ورته معرفي کړم چې دا هم ستاسو د لارې ملګرى دى روغبړ مو وکړ او په سفر مو خبرې کولې ، په خبرو کې مشکور له هيله من څخه ډېر سر وټکاوه او ويې ويل ، چې په تلو خو ورسره ځو خو الله دې اوس راولي .
دا مهال مشکور ساعت ته وکتل څه کم ٤ بجې وې نور هم په غوصه شو او ويې ويل چې اوس حرکت وکړو نو څوبجې به ورسېږو .
زموږ خبرې لا خلاصې نه وې چې هيله من بيک په اوږه راغى او ستړى مشي يې ټولو ته ورکړه ، بيا يې ازمون صيب ته زنګ وواهه او ورته يې وويل چې په کوم ځاى کې به وګورو ، هغه د راديو تلوېزيو ن مخې ته ولاړ و او ويې ويل چې دلته راشئ .
له هارون سره مو خداى پاماني وکړه او نېغ په نېغه راديو تلوېزيون مخې ته ورغلو ازمون صيب چې مونږ وليدو ويې خندل او هيله من ته يې سپارښتنه وکړه چې زه خو نه ځمه نو په دې هلکانو ډېر پام کوه چې خپه درنه نه شي هيله من هم ډاډ ورکړ چې هېڅ خبره نشته .
هيله من له استاد څخه وغوښتل چې له مونږ سره لاړ شه خو استاد وويل : (( زه څه ستونزې لرم نو تلل مې ښه نه دي او تاڅو هم په پېښور لاړ شئ ځکه د پېښور لاره بې خنډه ده د کندهار لار راته ښه نه برېښي )) .
بيا يې هيله من ته وويل چې تا خو د ډېرو کسانو روپۍ اخستي نو دا درې کسان خو کم دي ، هيله من ته ښه بانه ځکه پيدا شوې وه چې په همدې ورځ د اخندزاده صيب په جومات کې بمي چاودنه شوې وه او ډېر زيات مخلوق پکې مړه او ټپيان شوي وو نو، ده هم وويل چې استاده اکثرو ملګرو ته مې زنګ وواهه ټولو د تګ څخه انکار وکړ ، چا وويل چې زما ماما پکې مړ دى چا د کاکا خبره وکړه نو ځکه همدا درې کسان يو .
نور مو له ازمون صيب سره خداى پاماني وکړه ځکه دا مهال پينځه بجې وې نور نو ناوخته شوي وو.
ريشکه مو ونيوله او ډارېک مو ځانونه د تورخم تمځاى ته ورسول او په کاسټر ګاډي کې سپاره شوه دا مهال څه باندې پينځه بجې وې چې ګاډي حرکت وکړ .
په لاره کې هيله من اومشکور ګپ لګاوه ، خو ما اخوا دېخوا منظرو ته کتل او يونليک مې هم ليکه .
زه ښه ، په سوچونو کې تللى وم چې مشکور رانه د يوې خالي کتابچې او قلم غوښتنه وکړه ورڅخه مې وپښتل چې څه پرې کوې ؟ ويې ويل : يونليک ليکم ما وخندل او کتابچه اوقلم ور وښودل چې اوس ما شروع کړى دى که بيا هم ستا ورته پخه اراده وي نو زه ترې تېر يم ! خو، کور دې ودان وي ويې ويل چې نه ، ما ويل که څوک يې نه ليکي نو ليکل يې پکار دي .
تر تورخمه پورې ښه و ، چې څه ستونزه پيدا نه شوه نو څه باندې شپږ نيمې بجې وې چې تورخم ته ورسېدو ، کله چې له ګاډي پلي شوه نو د تورخم ښار مو ډېر خت پس وليده ډېر ښه راته ځکه ښکار شو چې هره خو سيميټ او نوې نوې ودانۍ جوړې شوې وې .
خو کله چې د ښار ننداره خلاصه شوه د پاکستان په ميرات مړو پوليسانو مې سترګې ولګېدې ، ځان مې د هيله من سره يوځاى کړ مشکور له مونږ نه ډېر مخکې روان و او داسې منډې يې وهلې چې تا به ويل چا په مخه کړى دى ، ښه ، و ، چې په بندر کې دروازه هم نهه وه او همداسې نيغ ورباندې واوښتو ، پوليسو هم نېغ نېغ راکتل خو مونږ ځانونه مصروفه وښودل او مخامخ لاړو جومات ته ننوتو .
د ماښام تر لمانځه وروسته مو د پېښور تمځاى ځانونه ورسول ، په فلاينکوچ ګاډو کې کېناستو لږه شېبه ورسته مو حرکت وکړ ، مابيا په لاره کې اخوادېخوا کتل تر يو څه مزله وروسته هيله من وخوځولم او راته يې وويل : (( هاغه کور ګورې ! دا د ايوب خان کور دى ، دېوالونه لږ خيرن غوندې دي خو ، دننه نور کور بيا داسې کور دى چې يو مهال يې ليدلو ته بېنظر بوټو هم راغلې وه ، خو ايوب خان ورته وويل چې دا ستا دليدو په خاطرنه دى جوړ شوى . د صميم صيب د خولې خبره ده چې له يوې لارې اوبه ورځي او له بلې لارې تيارې تصفيه شوي اوبه راوځي ، يوه بل ځاى ته يې هم لاس ونيوه او ويې ويل : (( دا تېږه ګورې دا تېږه خيبرۍ بي بي حضرت علي کرم الله وجهه پسې اخستى و اوهغه يې په مخه کړى وو ، بيا يې وويل چې دا د بل چا نقل قول دى ، همدارنګه يو بل ځاى ته يې هم لاس ونيو ويې ويل دا د خيبر اپريدي مزار دى )) رښتيا هم چې ما وروکتل لوحه هم ورباندې ليکل شوې وه . او په دې مهال راته هاغه دوه بېتونه راپه يادشول چې ځواب به په انانسرۍ کې ډېر ويل :
چې له تانه غورځېدلى دى په لار کې
هغه دور خو ما موندلى دى په لار کې
له دې ځاى نه د ګودر جونې ښکارېږي
دا ملا چې ودرېدلى دى په لار کې
بيا په ګاډي کې خاموشي خپره شوه او له ٧ بجو څخه لس دقيقې تېرې وې چې جمرود ته ورسېدو ، دلته يو بندر دى چې له دې بندر اخوا پوليس سړى تالاشي کولاى هم شي او نيولى هم خو له دې بندر دېخوا د پوليسو کومه وېره نه وي خو دغلو او انسان پلورنکو وېره ډېره وي .
له دې ځايه همداسې پلي روان شوه او په بندر کې راڅخه ښې ګرمې ګرمې پوښتنې هم وشوې او بيکونه هم وپلټل شول .
بيا هيله من وويل : چې پيرانو مارکېټ کې زما يو ملګرى دى او غواړم چې هغه يو ځل وګورم !
دا مهال ماته هم خپل تره زوى دلاور خان راپه ياد شوه چې همدلته يې د کالو ګنډولو هټۍ وه ، خو بيا مې له ځانه سره وويل چې ما خو په کور کې کابل ويلي او دا پېښور دى نو ځکه د هغه له ليدلو تېر شوم .
کله چې ورورسېدو نو د هيله من له ملګري سره مو وليدل د هغه دې هم کور ودان وي د فانتا يو يو بوتل راوړه مونږ هم ښه تږ ي وو او ښه په منډه منډه مو په سر واړول ، بيا هيله من وويل : (( ځئ چې ځو کار مې خلاص شو او نور نو زمونږ لپاره ګرځېدل ښه نه دي د سبا د تګ لپاره به ځانونه اماده کړو او زما د ماما کور ته ځو ! ))
په ګاډي کې چې کله سپاره شوه هيله من خپل دانش لالاته زنګ وواهه چې ته چېرته يې هغه ورته وويل : (( هغه ورته وويل چې په لاره کې يم او کوټې ته راوان يم ! ورڅخه يې وپوښتل چې څومره لاره به وي ؟ دانش لالا ورته وويل : (( چې کله مو حرکت وکړ بيا به درته معلومه شي خو زه دومره پوهېږم چې يو شپه خو خامخا په لار کې راځي ! او يو کار وکړئ چې همدا اوس تمځاى ته لاړ شئ او ټيکټونه واخلئ ! .
ټيلفون نور بند شو او مونږ هم د کوټې د تمځي په لور روان شو کله چې ( آرمي سټيډيم ) ته نېږدې شو دلته د ګاډو ګڼه ګوڼه ډېره وه نو يو ماشوم مو وليد چې هر ګاډي ته يې د سوال لپاره لاسونو نيول کله چې زموږ ګاډي ته راورسېد هيله من ورڅخه وپوښتل چې د کوم ځاى يې ؟
_ ماشوم چې ژبه يې هم پوره نه چلېده نو ويې ويل : (( د اوغانستان يم ))
_ هيله من ورنه وپوښتل چې پلار دې شته کنه ؟
ويې ويل نه پلار مې نه شته !
مونږ لس لس روپۍ ورکړې خو نورو اکثرو خلکو ترې ښيښې پورته کړې چې غږ يې هم وانه وري ، زما بيا ډېر عجيبه ذهن دى بس چې يو دردېدلى حالت کله هم ماليدلى بيا مې تر ډېره وخته له خياله نه وځي . خو تر يو څه مزله وروسته د کوټې تمځاى ته ورسېدو ، هلته مو چې ګاډي وليد ل ډېر ښکلي ښکلي وو او په هماغه شپه کې خلکو سفرونه کول دا نو ډېره لوى تمځاى و د پاکستان هر ښارته له همدې ځايه خلک تلل .
ما خو مشکور ته وويل چې ياره که همدا اوس حرکت وکړو نو ښه به نه وي ! هغه وويل چې ښه به وي خو سبا ته د دانش لا لا کتابپلونځي ته ځو او هلته د ازمون صيب کتا بونه هم له ځانه سره وړو .
همداسې د ټيکټونو ځاى ته لاړو دلته هيله من وويل چې تاڅو به په جيب کې ګوتې نه وهئ بيابه په اخره کې حساب کوو . کله مو چې د ټيکټونو پوښتنه وکړه هغوى ويې وويل چې د يوکس ټيکټ ٨٠٠ روپۍ کېږي او هغه هم د سبا ورځې د دوه نېمې بجې لپاره !
له ټکټ اخستلو وروسته هيله من وويل : ځئ شپه به زما د ماما کور ته يوسو ، او سبا ته به د تګ تر ساعته پورې خپل ټول سفري سامانونه برابر کړو او د ازمون صيب کتابونه به هم د دانش له کتابپلونځي څخه راواخلو . په خبرو کې وو ، او مشکور غږ وکړ چې زه نور د ګرځېدو نه يمه ، نور نو د بې خوبۍ طاقت هم نه لرم ډېر ناوخته شوى دى .
بيا مو ريکشه ونيوله او خپل ټاکل شوي ځاى ته لاړو ، دغه ځاى ته د چرګانو کوڅه وايي ، کله چې کورته ورسېدو هيله من ور وټکاوه او يو لوړ نرى ځوان راووت تر ستړي مشي وروسته يې د حجرې ور پرانيست او بلنه يې راکړه . حجرې ته له ننوتو سره مو مخ او لاس تازه کړ ځکه چې ګرمۍ ډېر سخت ځپلي وو او خوب هم ډېره سخته غلبه کړې وه ويده کېدلى خو ځکه نه شوه چې ډېر زيات وږي وو ، د ډوډۍ انتظار مو کاوه چې د سردار يوسفزي کسټ وچالان شوه او د ټيپ له لاوډسپيکرو ددې غزل انګازې راووتې :
نن مې يادېدې نن مې ژړل په تنهايۍ کې
ټوله شپه مې ستوري رانيول په تنهايۍ کې
له مجبورۍ مو کسټ اورېده چې ډوډۍ هم راغله ، دا مهال د شپې نهه بجې وې .
ډوډۍ مو ښه په منډه منډه وخوړه ، ځکه هلته د خوب غم و ، خو زموږ خوښه په اوبو لاهو شوه ، تر ډوډۍ وروسته د هيله من د ماما زامن راغلل لومړى خو له هغوى سره معرفي شو .
په همدې وخت کې قطعې پيل شوې ، ما مشکور ته وويل چې زه خو يې اشتيا نه لرم او که ويده شوى وم نو ويده به يم . تر لسو بجو خو ځکه خوب نه راته چې په قطعو کې يو څه جنجال وي ، هغوى همدغه شان ګرم وو او ما چې کله سترګې پرانيستې د سهار د لمانځه وخت و، او مشکور او هيله من دواړه په لمانځه ولاړ ول ، زه هم د اوداسه لپاره تشناب ته لاړم تر اوداسه وروسته مې لمونځ هم ادا کړ . بيا بېرته پرېوتو او کيسې مو کولې چې هيله من بيا د سردار يو سفزي کسه ټيپ ته ورواچوله خو دا ځل يې مشکور ته خوند ورنه کړ او له غوصې سور او شين واوخت له ځانه سره ښه وبونګېد ،خو هيله من نور هم ټيب ته اواز ورکړ . د دوى دواړو جنجال په دې و چې بېګاه مو د يوسفزي کسټ واورېده نو اوس بايد د هارون باچا واورو خو يو بل سره نه جوړېدل .
٩ بجې وې چې د سهار چاى راغى او له چاى سره بېګاني کوربانه هم راغلل ، په دې وخت کې ګپ هم پيل شو لکه چې هيله من تيار پوى کړي وو ، کوربه سم د واره وويل : ياره ! نور به تاسو ته څه ستونزه نه وي خو ، دغه شيخ ( مشکور ) به په لاره کې پوليس ډېر په عذاب کړي لږ پام ورباندې وکړئ !
له دې سره مشکور ډوډۍ خوړلو کې بې خونده شو او خبرې چې لږې نورې هم زياتې شوې نو بېچاره بېخي شاته شو او چاى يې نور پرېښود ، خو کوربنو چې د هغه خپګان وليد نو ويې ويل چې پښتانه پوليس دې ونه ځوروي نور نو څه خبره نشته .
دا مهال لس بجې وې او له کوربنو مو اجازه واخېسته نېغ په نېغه دانش کتابپلونځي ته مو مخه کړه .
کله چې کتابپلونځي ته ورسېدو نو د شفق پوښتنه مو وکړه ، ليکن هغه نه و راغلى . دا کتابپلونځى په يوه تنګه کوڅه کې دى ، او په دې کوڅه کې رنګارنګ خوراکونو تازه پخيږي چې په اوړي کې ګرمي پکې اوج ته رسيږي او کله چې برېښنا هم نه وي نو بيا خو پکې نابلده سړى يوه شېبه هم نه شي تېرولى چې پدې ورځ همداسې و، خو مونږ بيا هم ځانونه ټينګ کړ ل چې ترنيم ساعت انتظار وروسته شفق هم راغى ، تر روغبړ وروسته يې مو ترې د ازمون صيب د کتابونو او د يوې کېمرې غوښتنه هم وکړه .
شفق وويل چې د کيمرې به درته ځکه پاتې راشم چې هغه دانش لا لا له ځانه سره وړې ده او کتابونه به تيار وي !
کتابونه مو را واخېستل ، هيله من يو څو ناولونه هم راخېستل ځکه لاره ډېره اوږده و اوبې له خوبه اومطالعې په بل شي نه لنډېده .
حرکت مو وکړ په کاډي کې کېناستو هلته داسې فېصله وشوه چې بورډ بازار کې به يوه کېمره واخلو . خو کله چې د چرګانو کوڅې ته ورسېدو نو نو هيله من وويل چې وخت ناوخته دى او راځئ له کمرې به تېر شو . مشکور بيا ورته غاښونه وچيچل څه مو ځکه نه شو ويلى چې مونږ لږ بې وسلې و ، ورسره مو ومنله بيا هماغه کورته لاړو .
لومړى خو مو خپل خيرن کالي ومينځل او بيا مو ځانونه هم پاک کړل ، دولس بجې وې ډوډۍ مو چې وخوړه دوه دوه رکعته مسافرانه لمونځ مو هم ادا کړ د سفر وخت مو هم پوره و.
بيا مو دانش کتابپلورنځي ته مخه کړه ، هلته چې ورسېدو بيکونه او کتابونه مو راواخېستل ، خداى پاماني مو وکړه ، وخت لږ ناوخته غوندې و رېکشه مو کرايه کړه او نېغ په نېغه د ګاډي تمځاى ته لاړو