د لويو وچو ترمنځ د کرکټ څلور ورځنۍ سيالۍ چې د دوو کلونو راهيسې په لاره اچول شوې وې بلاخره په پايلوبه کې افغانستان وشول کړاى چې خپلې سيالې لوبډلې سکاټلينډ ته په ٧ ويکټو سره ماتې ورکړي .
دغه پايلوبه چې د دوبۍ په نړيوال لوبغالى کې ترسره شو د دېسمبر په ٢ پيل او او نن پاى ته ورسېد .
کله چې د دواړو لوبډلو ترمنځ پچه واچول شوه سکاټلېنډ وګټله او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يې ايله ٢١٢ منډې جوړې کړې چې د سکاټلينډ له لوري مک کالم په کې سليزه هم ووهله او د افغان توپ اچونکو له لوري حميد حسن پينځه او ميرويس اشرف ٣ او شاپور ځدران د سيالې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول :
ورپسې کله چې افغان لوبډلې خپله توپوهنه پيل کړه ښه توپوهنه يې ونه کړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې ايله ١٧١ منډې جوړ کړې چې نوروز منګل ٥٦ او کريم صادق په کې ٣٤ منډې وکړې او د سکاټلينډ له لوري پرکر او مجيد حق ښه توپ اچونه وکړه :
د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې بيا هم سکاټلينډ خپله توپوهنه پيل کړه چې د تېر ځل په څېر يو ځل بيا افغان بالرانو را ايسار کړل چې سميع الله شينواري ، حميد حسن او ميرويس اشرف دريواړو درې درې سيال لوبغاړي يواځې په ٨٢ منډو وسوځول او په دې سره د سيالې لوبډلې له لوري افغان لوبډلې ته د ١٢٤ منډو اسانه هدف وټاکل شو .
د افغان توپونکو له لوري کريم صادق او شبير نوري پيل وکړ چې پيل يې بد نه و او افغان لوبډلې بلاخره د درېو لوبغاړو په سوځېدو سره سکاټلينډ ته په ٧ وېکټو سره ماتې ورکړه چې په دوهمه پاڼۍ کې شهزاد محمدي هم د سيالې لوبډلې په وړاندې نيمه سليزه ووهله .
د لوبې غوره لوبغاړى حميد حسن و چې په دواړه پاڼيو کې يې د سيالې لوبډلې اته لوبغاړي سوځولي و
. همدارنګه په کابل کې د يوې خبرې ناستې په ترڅ کې ټولو هېوادوالو ته ولسمشر حامد کرزي هم د دغې لوبې مبارکي وويله
د يادونې وړ ده چې وړاندې له افغانستانه ددې لوبو قهرماني دوه ځلي ايرلينډاو يو ځل سکاټلينډ ګټلې وه .