د ښايستونو فابريکه يې
د ظاهرشاه د وخت سيکه يې
تاته چا وېلې چې پيکه يې ؟
جانانه سمه امريکه يې
هم ملامت يې هم زاري درته کومه
+++++
زما په مينه اوس منکر دى
نظر نظر ، اوتر اوتر دى
خدايه ! ظالم خدايه ! کافر دى
جانان مې کټ کې مرور دى
د زنې سر پسې چاپېره ګرځومه
++++++
پوره پوره خواري مې کړې
لکه مجبور زاري مې کړې
د يارانې جواري مې کړې
د جينکو يارې مې کړې
ځکه مې شونډې د ګلاب په شانې دينه
+++++++
د عشق کارونه رانه هېر و
ول اندامونه مې کوشېر و
يواځې زده مې زور او زېر و
اول مې شوق د سبق ډېر و
په تا مين شومه سندرې يادومه
++++++++
پام چې پېغور راته رانکړې
زړه دې په پور راته رانکړې
داغونه نور راته رانکړې
جانانه زور راته رانکړې
د پلار يوه يم مور په ناز ساتلې يمه
21.11.2010
- احمد بختيارساحل
مونږ پسې زړه نه کېده مونږ پسې به زړونه کېدل
په عنبرينو تورو زلفو مو خوبونه کېدل
په ښار کې هېڅ نه کېږي ښارکې ارمانونه نه شته
کلي کې مينه کېده کلي کې جنګونه کېدل
اوس يې د ښکلو په ليدلو هېڅ پروا نه راځي
پخوا به زړونو کې لمبې کېدې اورونه کېدل
ملګرو! زه خو يې په سور باندې هېڅ پوى نه شومه
په پېښور کې هم بمونه هم ګلونه کېدل
ساحله ! نه و دهغې په زړه...
24.11.2010
- احمد بختيارساحل
د چين په ګوانجو ښار کې د اسيايي لوبو په لړ کې افغان کرکټ ملي لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې هانک کانګ ته په اتو ويکټو ماتې ورکړه.
دا لوبه چې نن سهار د افغانستان په وخت ٦ بجې پيل شوه،لومړى د هانک کانک لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو ٦٣ منډې وکړې چې د افغان توپ اچونکو لخوا ميرويس اشرف ٣ او شاپور ځدراڼ او محمد نبي دوه دوه ويکټې واخيستې.
افغان لوبډلې د ٦٤ منډو ټاکلى هدف يوازې د دوو لوبغاړو په سوځيدو په ١٤ اورونو پوره کړ او...