مونږ پسې زړه نه کېده مونږ پسې به زړونه کېدل

په عنبرينو تورو زلفو مو خوبونه کېدل

په ښار کې هېڅ نه کېږي ښارکې ارمانونه نه شته

کلي کې مينه کېده کلي کې جنګونه کېدل

اوس يې د ښکلو په ليدلو هېڅ پروا نه راځي

پخوا به زړونو کې لمبې کېدې اورونه کېدل

ملګرو! زه خو يې په سور باندې هېڅ پوى نه شومه

په پېښور کې هم بمونه هم ګلونه کېدل

ساحله ! نه و دهغې په زړه کې هېڅ څه نه و

بس دا ستا زړه کې به غمونه ا ودردونه کېدل

٢٠١٠ _ ١١ _ ١٤

پېښور