د چا سترګې د چا زړه ورباندې سوځي
اور چې بل وي پښتانه ورباندې سوځي
ستا په سترګو کې دا څرنګه لمبې دي
چې ور ګورمه باڼه ورباندې سوځي
چې موزي کله له ښکلي سره ګورم
خداى دې ووهي چې نه ورباندې سوځي
ددې ښکلو عجيبه شانتې غړۍ دي
چې ور وړاندې کړې چاړه ورباندې سوځي
ددې خاورې د ساتلو هېڅوک نه شته
( ساحل ) ووژنئ چې ښه ورباندې سوځي
٢٠١٠ _ ١١ _ ٤
کليد راډيو
14.11.2010
- احمد بختيارساحل
نن په دې پورې ميخانه کې يوه شپه کومهچې هر څه کيږي بس ګنا کوم نشه کومه
چې ستا قامت اوستا رخسار ستايم نو بيا دلبره !هغې غزل ته پوره درې شپې شوګيره کومهدمخورو او سپين ږيرو خودې ونه منلداځل دکلي لېونو باندې جرګه کومهلېونى نه يم، چې په ځان راټولومه خلکپه زړه مجبور يم، چې رباب وهم ټپه کومههر ځل په کاڼو بدرګه يو خو بيا هم درځمهستا په کوڅه کې لا غزل ليکم دمه کومه...
21.11.2010
- احمد بختيارساحل
مونږ پسې زړه نه کېده مونږ پسې به زړونه کېدل
په عنبرينو تورو زلفو مو خوبونه کېدل
په ښار کې هېڅ نه کېږي ښارکې ارمانونه نه شته
کلي کې مينه کېده کلي کې جنګونه کېدل
اوس يې د ښکلو په ليدلو هېڅ پروا نه راځي
پخوا به زړونو کې لمبې کېدې اورونه کېدل
ملګرو! زه خو يې په سور باندې هېڅ پوى نه شومه
په پېښور کې هم بمونه هم ګلونه کېدل
ساحله ! نه و دهغې په زړه...