نن په دې پورې ميخانه کې يوه شپه کومه
چې هر څه کيږي بس ګنا کوم نشه کومه
چې ستا قامت اوستا رخسار ستايم نو بيا دلبره !
هغې غزل ته پوره درې شپې شوګيره کومه
دمخورو او سپين ږيرو خودې ونه منل
داځل دکلي لېونو باندې جرګه کومه
لېونى نه يم، چې په ځان راټولومه خلک
په زړه مجبور يم، چې رباب وهم ټپه کومه
هر ځل په کاڼو بدرګه يو خو بيا هم درځمه
ستا په کوڅه کې لا غزل ليکم دمه کومه
نن چې داستا په مخامخ دلبره چپ ولاړ يم
نن خو دې زه دښکلي حسن تماشه کومه
10.11.2010
- احمد بختيارساحل
ټپيزې تاسره سم ماسره وران ديګنې له تانه پر ما ګران دي
څومره ناپويه دي نادان ديداستا په سترګو کې پېريان ديچې په تا راشي جوټې ماله راکوينه
++++++++++
دا هم په خوى لکه بلا دىتر ټولو غټ توپير يې دادىهغه و بوش دا اوباما دىبس خو چې څوک دامريکاي دىزموږ ياري ورسره ګرانه ده ميينه
+++++++++
ښکلى که څومره ستمګر وييا دروغجن يا جواګر ويکه له غمازه...
21.11.2010
- احمد بختيارساحل
د چا سترګې د چا زړه ورباندې سوځي اور چې بل وي پښتانه ورباندې سوځي ستا په سترګو کې دا څرنګه لمبې دي چې ور ګورمه باڼه ورباندې سوځي چې موزي کله له ښکلي سره ګورم خداى دې ووهي چې نه ورباندې سوځي ددې ښکلو عجيبه شانتې غړۍ دي چې ور وړاندې کړې چاړه ورباندې سوځي ددې خاورې د ساتلو هېڅوک نه شته ( ساحل ) ووژنئ چې ښه ورباندې سوځي
٢٠١٠ _ ١١ _ ٤
کليد راډيو...