ټپيزې
تاسره سم ماسره وران دي
ګنې له تانه پر ما ګران دي

څومره ناپويه دي نادان دي
داستا په سترګو کې پېريان دي
چې په تا راشي جوټې ماله راکوينه

++++++++++

دا هم په خوى لکه بلا دى
تر ټولو غټ توپير يې دادى
هغه و بوش دا اوباما دى
بس خو چې څوک دامريکاي دى
زموږ ياري ورسره ګرانه ده ميينه

+++++++++

ښکلى که څومره ستمګر وي
يا دروغجن يا جواګر وي
که له غمازه هم بد تر وي
د زرو قدر په زرګر وي
د پېغلو قدر د ځوانانو سره وينه

++++++++++

د پارلمان وکيل بې ځايه
راته راګوري سر تر پايه
دا ځلې نه ورکوم رايه
ته مو ترې بچ وساتې خدايه!
ګنې دغرونو جنګ به ښار ته راولينه

هغه که ساه ده نو زه ځان يم
زه د همدې په سترګو خان يم
داسې په پنجو چې روان يم
جانان زما زه د جانان يم
که په بازار مې خرڅوي ورسره ځمه

++++++++++++++

په پښتنو باندې اوس وياړي
پښتونولۍ کې ځان رانغاړي
کرزى صيب! بيا وټونه غواړي
ماشومان ټول له لوږې ژاړي
وايي کرزى بابا ته مه اچوئ وټونه

+++++++++++++

په کليمه د توحيد نه شوې
زما دمينې مريد نه شوې
د زړه په سر مې توليد نه شوې
که په ميوند کې شهيد نه شوې
ګرانه لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه

++++++++++++

لاس کې يې ګل زړه کې يې خار دى
بس هر بچى دې ټګ مکار دى
که د لاهور يا د نوښار دى
ستايارانه د چتو ښکار دى
څوک چې د چتو ښکار کوي تش به راځينه

++++++++++++++

د عشق کيسه نيمګړې نه وي
د مين سترګې خړې نه وي
او معشوقې تور زړې نه وي
چې يارانه يې کړې نه وي
لکه هندو بې کليمې دوزخ ته ځينه

+++++++++++++++++

جانانه اوه نظر دې سم و
بېګاه زما سترګو کې نم و
کلي کې بيا چا ايښى بم و
اول به کله کله غم و
اوس مې دفتر شو کروندې په کې کوومه.

+++++++++++++

د زړه په کور کې دې دېره کړم

تا د وزير غوندې مېلمه کړم

لکه ګلاب دې ښايسته کړم

په پراټو دې اموخته کړم

اوس د جوارو ډوډۍ خوند نه راکوينه

+++ 

زما له زړه نه مينه تراړي

په ګلکڅونو کې مې نغاړي

چې مازيګر  شي راته ژاړي

يار مې روژه کې خولګۍ غواړي

عالمه راشئ د، دين ستنې ورانوينه

+++ 

راباندې خور د مينې جال که

ورک دا ثواب او دا اوبال که

زړګى مې ښه کنګال ، کنګال که

په کشمالو کې مې حلال که

چې جنازه مې ښاپېرۍ او چتوينه

+++

له ډېره نازه نزاکته

اخر پرېوځي له عظمته

بيا ځانته وايي ملامته

د جينکو خواره قسمته 

لوګى بانه کړي اوښکې پټې تويوينه

+++++

څه په اسانه دې مريد کړم

په  خپلو سترګو کې دې ليد کړم

ته شوې حسين زه دې يزيدکړم

په تورو سترګو دې شهيد کړم

تورې جنډې راباندې ودروه ميينه

+++

خداى مې په غرونو واوره  وه کړه

اى پېښوره ! تا اوبه کړه

خپله جونګړه دې پرې ښه کړه

ياري خو تاکړه ما خو نه کړه

اوس مې چې نيمه کې پرېږدې ژړا راځينه

+++ 

چې ښکلى ګورې پرې تاوان شې

ورته ټپه شې يه قربان شې

په نه خبره يې بنديوان شې

زما د زړه بازاره وران شې

په تاکې بله سودا نه شته بې له غمه

+++

اول مې ښه صحيح پښتون کړې

ښه مې ارام او په سکون کړې

لکه د شاتو مې ترسکون کړې

له هندوستانه مې راستون کړې

له ګورستانه به دې څوک راستنوينه

+++++

 

ورته نصيحت کوم چې ښه شه

زما جانانه زما زړه شه

زما ځولۍ لاندې اوده شه

وړوکى يار د چا لوى مه شه

وړوکى يار سړى له برمه غورځوينه

+++

هغه د هر چا له پېغور وي

لکه کېنسر انسان رنځور وي

بس تل مدام به په خره سور وي

چې رنګ يې تور وي ړنګ يې کور وي

ښکلو  ته هر سړى چرګان حلالوينه

+++

د پښتانه دقام پرهره

د تاندو مينو ستمګره

دتړم اوښکو سمندره

د اوسنو پېغلو ولوره

زموږ له کلي اوړکي تا ورک کړي دينه

+++

 

اى د جنون د زړه اوازه

مکتب د مينې کې استاذه

لږ مې خبره کړه له دې رازه

اوښکې لمازي دي که بې لمازه

زما په څيرې ګرېوان تل اوښکې راځينه

+++++

دا علامې  مې د ځوانۍ دي

ټولې جذبې مې لېونۍ دي

زما په زه جوړې پولۍ دي

جينکۍ ټولې جينکۍ دي

دا يوه نيمه د زړه مراندې پرېکوينه

+++

ژوند مې په خوله کې د نهنګ دى

شهيد ارمان په  وينو رنګ دى

نورمې زړګي اخستى زنګ دى

د بېلتانه سره مې جنګ دى

د صبر توپ د زړګي برج ته  خېژومه

+++

 

طالب جانانه ځان به ښه کړو

کفار به ټول اوبه ، اوبه کړو

خپل ډګرونه به تاوده کړو

راځه چې روغه سره وکړو

زما او ستا څوک دي چې به مونږ پخلا کوينه

+++ 

زما د کلي سپين سحره !

غم په تا جوړ دى له بهره

جنګ دې نېږدې شو تر ګودره

دماذديګر زېړيه لمره !

په روغو وايه د ناروغو سلامونه

++++++++++++

مونږ وايو ځه حالات به ښه شي

له شره خلاص به پښتانه شي

زمونږه ستوري به راڼه شي

په پارلمان کې چې اوده شي

داسې وکيل نه به څوک څه تمه کوينه

+++

 

لکه د وچې پاڼې رېږدو

نور د بنده له دره لېږدو

خداى ته به سر په سجده کېږدو

بس دى په دې ځاى کې به يې پرېږدو

افغانستان کې دې خداى امن راولينه

+++++++++++++++++

دوعا کوم چې لېونى شې

اور شې سکروټه شې لوګى شې

ژبه دې غوصه شه ګونګى شې

په شاجاني ټوپک سورى شې

په ما دې داغ د بې شرمۍ ولګوونه .

++++++++++++++

ګلاب خواره که چاودينکې

ما پرې اوده که چاودينکې

خوله مې په خوله که چاودينکې

خداى دې واده که چاودينکې

چې حويلۍ دې له چکچکو خالي شينه

+++++++++++++++

په سرو ګلونو يې راضي کړئ

د زړه په سترګو يې سهي کړئ

د ژبې سر ورته زخمي کړئ

جلۍ په شګو کې رهي کړئ

پښې به يې سوځي خوله به ژر ژر درکوينه

+++++++++++++++++

زړه ترېنه تور کړمه راپاڅم

سر مې سر تور کړمه راپاڅم

ځان پورې اور کړمه راپاڅم

په تشو زور کړمه راپاڅم

د جانان غم راله کولمې رېبلي دينه

++++++++++++++++++

جلۍ مې زړه تخنۍ په ګوتو

لکه څوک خوري ګولۍ په ګوتو

وهي ، وهي شپېلۍ په ګوتو

ټيک په اوربل ګوتۍ په ګوتو

زرګره ټوله دې يارۍ ته جوړه يمه

++++++++++++++++++

ترې غواړم مينه سپينه اوړي

زما شېرينه سپينه اوړي

ځي شي واورېنه سپينه اوړي

په کټ کې سپينه سپينه اوړي

لکه د ډنډ ماهي نيوى نه راکوينه

+++++++++++++++

په يوه سترګه جلۍ سره شوه

چې راخته په بلۍ سره شوه

لکه د ګلو غوټۍ سره شوه

ستا په انارو خولګۍ سره شوه

چا وېل د واورې په غر اور ولګېدنه

+++++++++++++++

پرېږده بانې په مخه راغلې

کوې کانې په مخه راغلې

وړې ، وړې په مخه راغلې

ګودر ته ځې په مخه راغلې

ګېبي ګېبي پرتوګ دې لار نه راکوينه

++++++++

ورځم ، ورځم زړګى مې تنګ دى

زما ناموس دى زما ننګ دى

د زړه درزا د بنګړو شرنګ دى

پاس پر ګودر د نجونو جنګ دى

د ملک لور په پېکړو ويشتل کوينه

++++++++++++++++

نه له يارۍ نه مې توبه ده

جينۍ کم عقله ده وړه ده

که نه ، له ډېرو نه ښايسته ده

خوله مې د يار په وينو سره ده

مور ته به وايم ما انار خوړلي دينه

++++++++++++

ما در نېږدې ما مېلمنه که

په خپله غېږ کې مې ويده که

ما په سکون که ما دمه که

چېلم د غره په سر تازه که

زه به سکروټه په نتکۍ درخېژومه

++++++++++++++++

هسې دې زړه اوبه اوبه کړي

په ديدن نور خلک ماړه کړي

چې مرې غوږونه در کاڼه کړي

پېغلې به نور مېړونه وه کړي

حيف د ځوانانو چې به يې تورې خاورې خورينه

++++++++++++

 

 

 

 

دا خو تهمت دى دا الزام دى

چې ورسره يمه ناکام دى

د خداى تعالى هم راته پام دى

زما پرې هسې نوم بد نام دي
د ليلا سرې شونډې پېزوان خوړلي دينه