بس خو چې چمبه لاسو کې ونيسي

زړونو ته لمبه لاسو کې ونيسي

نورو ته دمينې ترانې وايي

ماته سيپاره لاسوکې ونيسي

زه چې نيمه شپه غزل غزل شمه

څوک راته ډيوه لاسو کې ونيسي

ته چې راسره ګرځې اکثر ښکلي

اور اخلي آيينه لاسو کې ونيسي

ښکليه ! ستا (ساحل ) به اخر ستا په سر

ټوله ميخانه لاسو کې ونيسي