يار ستا په عشق کې مې د زړه کورګي ته زيان شوى دى
خو بيا هم نه وايم چې ماته څه تاوان شوى دى
مخکې دې وېل هوا کچه ده حساسيت لرمه
اوس ، خو راځه که نه اشنا اوس، خو باران شوى دى
له دېنه وروسته هر ديدن سره ازاده خولګۍ
مخکې ديدن ، خو په صورت کې د امکان شوى دى
ښکلي د شعر په کتابونو هم تسل نه کوي
مونږ څومره ښه يو په کنځا مو اطمينان شوى دى
يار هسکه غاړه ، سپينه خوله پاس په بلۍ ولاړه
ساحله راشه چې د ټول عمر جبران شوى دى
13.03.2012
- احمد بختيارساحل
يار ستا په عشق کې مې د زړه کورګي ته زيان شوى دىخو بيا هم نه وايم چې ماته څه تاوان شوى دىمخکې دې وېل هوا کچه ده حساسيت لرمهاوس ، خو راځه که نه اشنا اوس، خو باران شوى دىله دېنه وروسته هر ديدن سره ازاده خولګۍمخکې ديدن ، خو په صورت کې د امکان شوى دىښکلي د شعر په کتابونو هم تسل نه کويمونږ څومره ښه يو په کنځا مو اطمينان شوى دىيار هسکه غاړه ، سپينه خوله پاس په بلۍ ولاړهساحله راشه چې د ټول عمر جبران شوى دى...
31.03.2012
- احمد بختيارساحل
(له څه مودې راهيسې چې پخپله راډيو (( کليد )) کې ماته د رڼې چينې په نوم يوه ادبي خپرونه راسپارل شوې ده د ادارې خوښه دا وه چې زه بايد په کې له شاعرانو سره د هغوى د ژوند په تړاو مرکې نه بلکې د ادب له مخکښو کسانو سره په ادبي ژانرونو مرکې وکړم .دغه خبره زما زړه ته هم کېوته او تر اوسه پورې مې منلې ده ما به دا مرکې تر پينځلسو اړولي وي ، خو کومې مرکې چې ماته ډېر خوند راکړى دى او راته په زړه پورې ده هغه همدا ده چې تاسو به يې ولولئ ما ښه وګڼله چې دا مرکې تاسو همداسې په ليکلې بڼه...