د خپلې مينې د جنون بازار ته ډېر ګورمه
چې ترېنه وځمه ښايسته ننګرهار ته ډېر ګورمه

چې راته ووايي بختياره خداى دې مه خواروه
په دغه وخت کې مې سپين ږيري پلار ته ډېر ګورمه

زه مې د زړه په کيفياتو باندې ښه پوهېږم
دا رانه مه پوښتئ چې ولې يار ته ډېر ګورمه

په کومه لار چې د غريبې جلۍ کډه وځي
په هغه لاره ناست يم هغې لار ته ډېر ګورمه

کله ناکله د ساحل تصوير په جېب کې ساتم
کله ناکله بيا ساده بختيار ته ډېر ګورمه