د پښتون ټبر تورسره حيا ، مړه ده
پېښوره ! نن دې بله ښکلا ، مړه ده

توره شپه وه تورو سترګو مې تور واخېست
ما وېلې که دا ټوله دنيا ، مړه ده

زړه لمبې کوي احساس مې زوروي اوس
غزلزاره ، غزاله په جفا ، مړه ده

چې هنر مو بې هنره خلک وژني
پښتنو! ستاسې راتلونکې سبا ، مړه ده

خاموشي به دې د زړه ژورې وخوري
ځه ، ساحله چې د زړونو درزا ، مړه ده