دا ستا د وجود اوه ، واړه رنګونه ، کتابونه

قسم دى درته نه رسي ګلونه ، کتابونه

 

د ژوند لار يې راوښوده ، جنت ته يې تيار کړم

ما لوستي دي ، د مور او پلار لاسونه ، کتابونه

 

چې ستا د خولې خبرې رانه هېرې شي دلبرې !

بې ځايه دي څلوېښت زره بيتونه ، کتابونه

 

نړۍ ستاسو د ذهن تصويري خبرې مړې دي

زمونږه د ټولنې تصويرونه ، کتابونه

 

د مينې د لفظونو څاڅکي ، څاڅکي ترېنه اوري

جانانه ستا د سترګو خُمارونه ، کتابونه

 

چې سره مخونه ، تورې سترګې ، شنه خالونه ګوري

ساحله ! څوک به ولولي شعرونه ، کتابونه