د baz baz لخوا خپرې شوې لیکنې
غزل
تور کفار لښکر په سپين اسلام راواړوهلږ دې په رخسار د زلفو لام راواړوه پام کوه آشنا چې پښه نيولی په کې نه شېمينه خو سرحد نه لري گام راواړوه زه به ورته ټوله شاعري خپله اهدا کړمهخدايه د شاعر حسن خو پام راواړوه پريږده چې د ژوند خُمار مې ټول
غزل
ته لږ راته وگورهزړه لږ راته وگوره ژوند په کې راونغاړهمړه لږ راته وگوره بس درنه يوخوله غواړمڅه؟ لږ ر
غزل
څه ښکلی تصور و چې تر څنگه وه راغلېنغمه وه د لونگو چې گلرنگه وه راغلې په تورو تورو سترگو يې قلنگ راځنې واخيستچې کور ته مې د زړه يوملنگه وه راغلې د خپل مين ټپونه يې گنډل په تار د څڼوهغه پښتنه پيغله چې له جنگه وه راغلې سندرې يې له لپو نه شيندلې ليونۍ وهبيگا راته په خوب کې شوخه شنگه وه راغلې د ږدن پر ځای د بنگ دانې خوړلې وې کوت
غزل
په ليونو کې دې راغلی نه يمجانانه زه دومره ښاغ
غزل
هغه چې د مودو خُمار يې سترگو کې غړيږيخپل وار ته يې وار نه کيږي يو جام اخلي او ځي د چا چې اراده د خپل منزل په لور پخه ويفراز و نشيب نه گوري بس گام اخلي او ځي يو درد د چا دمينې مې پرهر ته لاره کړېي
غزل
ټولې بُتکدې وې حرم را نغیزړه ته مې څوک ښکلی صنم رانغی چاته چې مو لارو کې گلان شيندلهغه خو زمونږه په
غزل
څه خو شته چې داسې خونړۍ اړوي سترگېجانان چې رانه نن کړۍ کړۍ اړوي سترگې راځئ چې د يو بل سترگو کې ټول سره راټول شوز موږه له خوارانو چې نړۍ اړوي سترگې زما د زړه غوښتنه باندې خدايږو پوهيدلیدا ښکلی چې له ما هره گړۍ اړوي سترگې دبرکلي د شپون رمې هوښيارې راته ښکاريازغو کې چې ترې پاتې شي وړۍ اړوي سترگې دُعا به د کوترې سپين وزرې ورسره ويچې ”باز“ نه په هوا هره جړۍ اړوي سترگې ١٩٩٩/٢/٢٩
غزل
د زنده گۍ غمونه واړه مې له زړه راټول کړمچې کور ته لاړ شم په سينه باندې واړه راټول کړم په تصور کې زه ماشوم شم په کوڅو کی گرځمسکڼی ماښام وي چې خوږلن له تناره راټول کړمکله نا کله زه په ورانو گودرونو گرځمکله ښايست له ټول جهانه په ليمه راټول کړملږ مې د ز
غزل
څو گيډۍ دُعا به د آمين په مزي وتړمزړه به مې د ښکلو د آئين په مزي وتړم نن به مې د سترگو کورکي ورته پرانيستي ويپريږده چې يو څو په کې حسين په مزي وتړم ټولې فلسفې به ستا د مينې په مخ شاته کړمښکلی غوندې شک به د يقين په مزي وتړم هار د سپينو ليچو به په غاړه کې درواچوموار وکړه چې زه خو لونگين په مزي وتړم رادې شي کوترې دې د ”باز“ په سينه وگرځيزه به يې وزرونه ښه سنگين په مزي وتړم ١٩٩٩/١/٢٢
غزل
له زړه مې ارمانونه ستا په لاره ځي په منډهيو څو ليوني ستوري له مداره ځي په منډه پرون مې تلوسه د نن په تمه زياتيدهخو نن چې راغی ښکلی شو ناگاره ځي په منډه يو چا په ميکده کې وچې شونډې شپه رڼه کړهيو څوک چې بلا نوش و له خپل واره ځي په منډه هغه د يو ديدار په خاطر سر
غزل
&nbsp
غزل
څوک مې په نظر کې راشين شوی دیدرد مې په پرهر کې راشين شوی دی ډېر به د ارمان گلونه ونيسيزړه مې په گودر کې راشين شوی دی رام به نه شي کلکې ارادې لريهر افغان سنگر کې راشي
غزل
د زړه خُم مې لبريزه دی ميخواره رانه ورکهتصوير مې پسې گرځي خو هينداره رانه ورکه هر څو که لاروی يمه د شپږو جهتو
غزل
ستا د ښکلا ځينې قلنگ غواړييوه خولگۍ درنه ملنگ غواړي ستا د کوڅې له رقيبانو امانپه نه خبره باندې جنگ غواړي څومره ساده
غزل
له زړه نه درته وايمه د ځان په څير مې خوښ يېجانانه په والله چې د ايمان په څير مې خوښ يې د مخ فضا دې ټوله سندريزه غوندې ښکاريد سپينو رڼو ستورو د آسمان په څير مې خوښ يې د زړه تاخ کې دې ساتم تقدس دې په ليمو وړمباور وکړه جانانه د قرآن په څير مې خوښ يې ” سالکه“ آشنا څنگه رانه
غزل
د مينې لاروی يمه صنم ته مې وربوليدا داسې بُتکده ده چې حرم ته مې وربولي دا زړه راسره رخه لري ځکه خو يارانوچې چيرته مينه نه وي هغې چم ته مې وربوليد چا د تورو سترگو د جادو به څه اثر ويچې هر سهار د ميا او ملا دم ته
غزل
يو ساز و، يو سرور و، يو نغمه وه تيريدهپه سيمه مې د روح د چا وږمه وه تيريده هيڅ حد يې د ښکلا ټاکلی نه شمه يارانود سيند په څير روانه وه څپه وه تيريده يو څوک مې تصور کې جوړوله ورانولهپه ما د ليونتوب يوه دوره و
غزل
يو نظر خو رندانه راواړوهلږه تيره زمانه راواړوه درنگ ساعت له به ډيوه په مړه کيدو شيهله ژر شه پروانه راواړوه د تندي له ايينې نه گورې زلفېپه رخسار دانه وانه راواړوه د ښکلا بته په زړه کې مې ديره شهدا حرم په بتخانه راواړوه بازه اوس دې غزلونو کې خوند نه شتهبس دی نوره افسانه راواړه ١٩٩٨/٦/٢٠
غزل
لږ يې راويښ کړه دې ويده ارمان ته لاس واچوهراشه دا ځل زما د زړه گريوان ته لاس واچوه راته د سپينو سپينو ستورو اميلونه راوړهد کائيناتو دې خواره جهان ته لاس واچوه ترينه ولجه کړه د سندرو غرونه غرونه اوښاند غزلونو اوښبانه کاروان ته لاس واچوه چې د وختونود ناسازو نه څه غچ خو واخلوجانانه نن خو دې تراخه دوران ته لاس واچوه چې د رقيب له زړه نه سوی سوی دود وخيژي” عابده“ دا ځل دې خواږه جانان ته لاس واچوه١٩٩٨/٦/١٧
غزل
چا پسې ورک زما نظر گرځيښکلي چې گورم په ما سر گرځي غم مې د زړه کلي ته لاره کړېپه سپين سترگۍ په کې اکثر گرځي يارانو ځمه لاس نيوی ترې کومچيرته د مينې پيغمبر گرځي د مخ رڼا يې دنيا ونيولهيو څوک په څير لکه د لمر گرځي خدايزده چې زرکې کومې خواته تلليورپسې ” باز “ په سم او غر گرځي