څه خو شته چې داسې خونړۍ اړوي سترگې
جانان چې رانه نن کړۍ کړۍ اړوي سترگې

راځئ چې د يو بل سترگو کې ټول سره راټول شو
ز موږه له خوارانو چې نړۍ اړوي سترگې

زما د زړه غوښتنه باندې خدايږو پوهيدلی
دا ښکلی چې له ما هره گړۍ اړوي سترگې

دبرکلي د شپون رمې هوښيارې راته ښکاري
ازغو کې چې ترې پاتې شي وړۍ اړوي سترگې

دُعا به د کوترې سپين وزرې ورسره وي
چې ”باز“ نه په هوا هره جړۍ اړوي سترگې

١٩٩٩/٢/٢٩