خدمت جذبه او احساس غواړي، بل هېڅ هم نه!/ اختيار

له ما نيولې تر نورو ډېرو هغو پورې چې په ځان پسې غټ غټ نومونه، علمي او .. رتبې او نور القاب راکش کاږي، کله چې په خبرو راشو، نو په نورو به سل او زر نيوکې کوو، نور

03.04.2014 baz

پر لونګين استاد غضنفر راغږيدلی دی./ عابد

يادونه: تير کال چې زما د کلتوري ريپوټونو کتاب د لونګين په نامه خپور شو، نو د اراکوزيا راډيو لپاره پرې ګران واصل وصال خپرونه جوړې کړې وه چې ليکوال او کره کتوونکې يې پر لونګين غږولي ول. استاد اسدالله غضنفر يې هم پرې غږولی و. وصال صيب دې ژوندی وي، ټوله خپرونه يې راته په انټرنيټ راليږلې وه، هماغه وخت مې ويلي ول چې د استاد اسد الله غضنفر مرکه استخراجوم او تاسو دوستانو سره به يې شريکوم. خو په تير يوه کال کې مې نن ورته وخت پيدا کړو،  ستاسو مخته ته يې په دې تم

01.10.2013 baz

اجمل اند مې چې په ړومبي ځل وليدو/ بازمحمد عابد

د ۱۹۹۷ م کال خبره ده، زه پيښور صدر بازار کې د ريړې ( کراچۍ) تر شاه ولاړ وم چې استاد ازمون سره له رنګه سکاڼ غنمرنګه شډل بډل ځوان چې ګرد نصواري پکول يې په سر و، په خړو جامو يې شين بخنه وطنی ساخت بنين اغوستی و او چارخانه واسکټ يې په تن و. له راغاړې وتو سر

09.08.2013 baz

دا مې هيڅ نه هيريږي

يو وخت چې زه په څلورم ټولګي کې وم، نو زما ارواښاد پلار يوه جرمنۍ راډيو زموږ د کلي د ميا غلام سخي

11.07.2013 baz

سترګې مو روښانه/ بازمحمد عابد

د تيرو لسو کلونو راهيسې چې د هيواد په ګوټ ګوټ کې ادبي او فرهنګي ټولنې په فعاليت بوختي دي، له برکته يې ډيری ځوانان په شاعرۍ او ليکوالۍ مشرف شوي دي. داسې اوونۍ به نه وي چې جلال اباد کې يوه نوې شعري ټولګه له چاپه راونه ووځي او دا رجحان زه پښتو منظوم ادب کې يو نيک فال ګڼم  ځکه چې د ځوانو شاعرانو تر څنګ پيغلې شاعرانې هم اوس دا جرات  کوي  چې په ډاګه شاعري وکړي او خپل کتابونه خپاره  هم کړي. که چيرې  له تيرو دريو څلورو مياشتو په دوران

07.06.2013 baz

غزل

مه کوه تلوار ياررابه دې شي وار يارڅه چې يو طرف ته شوتاسره مې کار يار 

18.04.2013 baz

د خزان په لپه کې اوبه / بازمحمد عابد

د خزان په لپه کې اوبه نه پوهيږم چيرته مې لوستي وو ، هغه تنده غری چې  د اوبو څښلو په تکل اوږده مزلونه ووهي او د چينې اوبو ته ځان راورسوي او په لپو لپو اوبه وڅښي له هغو شرابو څخه په کې خوند او مزه زياته وي چې خانان او نوابان يې د ښيښو په بوتلونو کې ساتي او چې څه وخت يې زړه وغواړي په سر يې واړوي. دا رښتيا هم ده. زه چې کله هم چيرته د چينې په اوبو ورپيښ شم، که تږی نه هم يم نو څو لپې اوبه ترې څښم. کله چې مې د ګران شاعر ملګري محمود خزان په لپه کې اوبه وليدې، نو ډير کلو

19.01.2013 baz

د نورو عابدانو تر منځ دې ديوال وي.

د احمد بختيار ساحل لیکنه (بازمحمد عابد، فضل سبحان عابد، ابراهيم عابد، هستي ګل عابد او مطيع الله عابد) (( لو دى د لونګو )) د شعرونو هغه مجموعه ده، چې ما ترې ډېره شاعري ياده کړې وه، او ددې شعرونو خالق مې په زړه کې يو خاص ځاى درلود. هڅه مې کوله ، چې د بازمحمد عابد ټوله شاعري ولولم ، هغه سره کېنم ، ملګرتيا ورسره وکړم او په شعري نړۍ کې ورسره يو ځاى قدمونه ووهم. هغه مهال د کتاب اخستنې فرهنګ ډېر دود، نه و بلکې د کتاب پټوونې فرهنګ ورځ پ

05.12.2012 baz

دمنډا کمپ چکر هم د هيرولو نه دی

تيره شپه ترکزي صيب فون وکړو او له مخې سره يې راته وويل چې ظفر کريمي له کراچۍ نه راغلی، خوښه دې نه ده چې سبا پرې چارصده وګورو. او ورسره سم يې دا لالچ هم راکړو چې تيره هسې نه هم تيره ورځ دې د سليم راز صيب د ليدو خبره کوله، که سبا وخت لرې، په دې بهانه به کريمي صيب ته چکر هم ورکړو او ته به له راز صيب سره مرکه وکړې. ما وی سمه ده خو روژه ماتې به په هر صورت پيښور ته رارسوو. هغه د دې خبرې ذمه وارې واخيسته. په سبا د دوشنبې ورځ او د روژې پنځه وي

14.08.2012 baz

د صوابۍ نه هيريدونکي خاطرې

سږکال مې د روژې په پنځه لسمه له دفتر څخه تر اختر پوره رخصت واخيست. وجه يې دا وه چې د معدې يو څه تکليف راته پيدا شوی و. پيښور ته په رارسيدو مې اول کار دا وکړ چې په ډبګرۍ کې د معدې يوه ډاکټر ته ورغلم او له معاينانو وروسته يې راته د دوه هفتو دوايي راکړه. د دوا خوړلو په دريمه ورځ پوه شوم چې اثر يې کړی،  د جمعې شپه چې زموږ د مشال د کورنۍ غړی چې شهنواز ترکزی نوميږي، هغه ته مې فون وکړ، او د صوابۍ د تګ نه مې ورته وويل. هغه راته کړه چې زه نن شپه کلي کې يم او سبا نهه بجې پيښور ک

11.08.2012 baz

غزل = بازمحمد عابد

ستا باڼه که يو لښکر دی زما زړه هم لکه غر دی زه به څنګه ښکلی نه يم چې په ما دا ستا نظر دی   هر پښتون مې زړه سر دی که د لر دی که د بر دی دا چې زه يې ښکلومه دا زما د جانان ور دی  روژه ماتي ته مې غواړي اخ په ما باندې اختر دی  هله سترګو ته رنګ ورکړه

26.07.2012 baz

ايينه

نن مې چې ايينې ته په غور سره وکتل نو د احمد فراز دا لانينى بيت مې مخې ته نيغ ودريدهجاو اين کمرو سے آيينے اټا کر پينک دو

20.04.2012 baz

مرسته

مرسته د موبايل د پيغام ځانګړي غږ د خبريال پام ورواړاوه. د موبايل تڼۍ يې کيکاږله. ويې ليدل چې بيرو چيف ورته ليکلي وو: Update your issue د خبريال تندي کې لارې وغځيدې، د نظر څار يې د موبايل په ښيښه ورټول کړو. په چرت کې لاړ. نن ورته له کومې ادارې نه د غونډې خبر هم نه و راغلي. د پيغام د ځواب ورکولو او يا هم Replay په تڼۍ يې ګوته کيمنډله او ويې ليکل: I don't have issue for today  Sorry Sir, يو مينټ به لا تير  نه و چې موبايل يې وشرنګيده. د بيرو چيف ن

01.10.2011 baz

ښاپيرۍ او ديو کيسې ولې خوند راکړ/ ايمل پسرلى

راته گران کيسه ليکوال اکبر بري يو وخت راته ويل : ايمله ته د لنډو کيسو ملا قلم الدين يې . دۀ ويل قلم الدين د طالبانو په واکمنۍ کې خلک درول ږيره يې کتله چې لنډه ده که اوږده . که به لنډه وه سړى جريمه و .خو تا خبره سرچپه کړې ده ، که لنډه کيسه اوږده وي ليکوال يې جريمه کوې . له ښاغلي بري سره مې دا خبره نه منله . استدلال مې دا و چې که بې ځايه او اضافي خبرې نه وي لنډه کيسه دې اوږده وي . هغه به ويل بايد مقدمه او صحنه سازي وي . زۀ يې اوس هم نه منم . هغه کيسه خوند راکوي چې وار له واره کيسه

28.09.2011 baz

يادګار انځور

د ا ماشوم زه يم، دا زلمى کاروان دى او دا بابا حمزه بابا دى دا تصوير له نن ١٨ کاله پخوا مصطفى سالک اخيستې و. د حمزه بابا د ژوند وروستى شپې ورځې وې چې زه، مصطفى سالک او پيرمحمد کاروان يې ليدو ته ورغلي وو، ما تر دې وخته حمزه بابا ډير زيات لوستى و خو لا مې ليدلى نه و. او چې کله مې وليدو، ناڅاپه مې په جيغو جيغو ژړلي وو چې بيا به کاروان او سالک کله کله راپورې خندل او دا پوښتنه به يې کوله چ

28.09.2011 baz

زما فرهنګي سرګ‌ذ شت / دریمه برخه

موږ دواړو ته وظيفه راکړل شوه چې د ارکستر له پاره  د افغانستان مشهور سازغږونکي پيدا کړو. زما کار د پښتنو هنرمندانو پيدا کول وو. ما له هنرمندانو سره پيژندګلو نه لرله، نو د حفيظ الله تراب نه مې مرسته وغوښته. هغه راته سينه وډبوله چې نامي نامي کسان به درته د ارکستر له پاره ونیسم بله ورځ له تراب صيب سره کباري بازار ته روان شوم. هلته مو لومړی له نواب استاد سره وکتل. هغه ته مو خپل غرض او شرايط وړان

08.01.2011 baz

تازه غزل/ بازمحمد عابد

دا ژوند خو تيرول غواړي څه چار ورته ګورم نور پام باندې قدم ږدمه او لار ورته ګورم  درويشه ما هم توره د بابا په چت کې کيښوه ما ستن لاس کې نيولې ده او تار ورته ګورم  دا زړه به مې ټوټه ټوټه له ښکلو نه راټول کړم له عقل سره پيوسته څه کار ورته ګورم  ستا ياد مخې ته راغی او اقرار د وعدې غواړي لږ سوج کوم خپه نه شې انکار ورته ګورم  د

04.01.2011 baz

زما فرهنګی سرګدشت،دویمه برخه/ عابد

زه کتابخانه کې ناست وم او د دفتر هر مامور به چې راتلو نو  په دري ژبه به يې سلام کلام وکړ او د کتابخانې له لارې به خپلو دفترونو ته لاړل، دلته تر دې دمه نه ما څوک پيژندل او نه زه چا پيژندم. څوکيدار راته په ګيلاس کې شنې چای راوړې او چې څنګه يې پياله راکړه، نو له بهر نه د موټر هارنډ راغی، د څوکيدار له خولې ووتل اوهو لالا امد او په يوه منډه يې ځان دروازې ته ورسوو. د موټر له جيلو نه يو لوړ دنګ،

28.12.2010 baz

زما فرهنګی سرګدشت، لومړۍ برخه/ عابد

قدرمنو دوستانو او په فرهنګي رشتې خپلوانو، زما فرهنګي سرګذشت ټول زما په ذهن کې ټيپ شوی هغه یادښتونه دي چې په تیرو اوه لسو کلونو کې ورسره مخ شوی یم. دا چې څومره به په لوستلو وارزي دا به راتلونکی وخت او ستاسې تبصري په ډاګه کړي خو ما له ډیر وخت نه دا هیله لرله چې زه دې دغسې یو کار وکړم، خو کور دې د هجرت الله ئاختیار ودان وي چې له کابل نه تر جلال اباد پورې په یوه سفر کې یې راته ډاډ راکړ او زه یې وهڅولم چې خپل فرهنګی سرګذشت ولیکم. په درنښت ستاسې ورور عابد

28.12.2010 baz

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more