د زنده گۍ غمونه واړه مې له زړه راټول کړم
چې کور ته لاړ شم په سينه باندې واړه راټول کړم
په تصور کې زه ماشوم شم په کوڅو کی گرځم
سکڼی ماښام وي چې خوږلن له تناره راټول کړم
کله نا کله زه په ورانو گودرونو گرځم
کله ښايست له ټول جهانه په ليمه راټول کړم
لږ مې د زړه درزا ته لاس ونيسه سود به مې شي
د ارمان ټپ به ستا د گوتو په چاړه راټول کړم
خدايزده چې څه توپان په سترگو کې جانان راوړی
چې راته وگوري بې واکه مې باڼه راټول کړم
ستا د ښايست د اسمانڅکو په لور نيت مې کړی
باز يم وزرونو کې به دوه ستوري راڼه راټول کړم
١٩٩٩/٢/٢
12.11.2007
- baz
څو گيډۍ دُعا به د آمين په مزي وتړمزړه به مې د ښکلو د آئين په مزي وتړم
نن به مې د سترگو کورکي ورته پرانيستي ويپريږده چې يو څو په کې حسين په مزي وتړم
ټولې فلسفې به ستا د مينې په مخ شاته کړمښکلی غوندې شک به د يقين په مزي وتړم
هار د سپينو ليچو به په غاړه کې درواچوموار وکړه چې زه خو لونگين په مزي وتړم
رادې شي کوترې دې د ”باز“ په سينه وگرځيزه به يې وزرونه ښه سنگين په مزي وتړم
١٩٩٩/١/٢٢...
12.11.2007
- baz
څه خو شته چې داسې خونړۍ اړوي سترگېجانان چې رانه نن کړۍ کړۍ اړوي سترگې
راځئ چې د يو بل سترگو کې ټول سره راټول شوز موږه له خوارانو چې نړۍ اړوي سترگې
زما د زړه غوښتنه باندې خدايږو پوهيدلیدا ښکلی چې له ما هره گړۍ اړوي سترگې
دبرکلي د شپون رمې هوښيارې راته ښکاريازغو کې چې ترې پاتې شي وړۍ اړوي سترگې
دُعا به د کوترې سپين وزرې ورسره ويچې ”باز“ نه په هوا هره جړۍ اړوي سترگې
١٩٩٩/٢/٢٩...