څو گيډۍ دُعا به د آمين په مزي وتړم
زړه به مې د ښکلو د آئين په مزي وتړم

نن به مې د سترگو کورکي ورته پرانيستي وي
پريږده چې يو څو په کې حسين په مزي وتړم

ټولې فلسفې به ستا د مينې په مخ شاته کړم
ښکلی غوندې شک به د يقين په مزي وتړم

هار د سپينو ليچو به په غاړه کې درواچوم
وار وکړه چې زه خو لونگين په مزي وتړم

رادې شي کوترې دې د ”باز“ په سينه وگرځي
زه به يې وزرونه ښه سنگين په مزي وتړم

١٩٩٩/١/٢٢