له زړه مې ارمانونه ستا په لاره ځي په منډه
يو څو ليوني ستوري له مداره ځي په منډه
پرون مې تلوسه د نن په تمه زياتيده
خو نن چې راغی ښکلی شو ناگاره ځي په منډه
يو چا په ميکده کې وچې شونډې شپه رڼه کړه
يو څوک چې بلا نوش و له خپل واره ځي په منډه
هغه د يو ديدار په خاطر سر تلي کې اخلي
چې ژوند يې مينه مينه وي تر داره ځي په منډه
زما د زړه له خُم نه يې يوه څکه ونه کړه
په ناز په کرشمه رانه ميخواره ځي په منډه
١٩٩٨/١٠/٧
12.11.2007
- baz
 ...
12.11.2007
- baz
څو گيډۍ دُعا به د آمين په مزي وتړمزړه به مې د ښکلو د آئين په مزي وتړم
نن به مې د سترگو کورکي ورته پرانيستي ويپريږده چې يو څو په کې حسين په مزي وتړم
ټولې فلسفې به ستا د مينې په مخ شاته کړمښکلی غوندې شک به د يقين په مزي وتړم
هار د سپينو ليچو به په غاړه کې درواچوموار وکړه چې زه خو لونگين په مزي وتړم
رادې شي کوترې دې د ”باز“ په سينه وگرځيزه به يې وزرونه ښه سنگين په مزي وتړم
١٩٩٩/١/٢٢...