ټولې بُتکدې وې حرم را نغی
زړه ته مې څوک ښکلی صنم رانغی
چاته چې مو لارو کې گلان شيندل
هغه خو زمونږه په چم رانغی
تل د سپينو ليچو په خنجر راځي
ښکلی د موسکا په کرم رانغی
ځم چې د گلونو موسم غلا کړمه
مونږ باندې يو کال چيرته سم رانغی
ته يې چې ښکالو ته غوږ نيولی وې
” بازه“ هغه زرکه قدم رانغی
١٩٩٩/٣/١٢
12.11.2007
- baz
څه خو شته چې داسې خونړۍ اړوي سترگېجانان چې رانه نن کړۍ کړۍ اړوي سترگې
راځئ چې د يو بل سترگو کې ټول سره راټول شوز موږه له خوارانو چې نړۍ اړوي سترگې
زما د زړه غوښتنه باندې خدايږو پوهيدلیدا ښکلی چې له ما هره گړۍ اړوي سترگې
دبرکلي د شپون رمې هوښيارې راته ښکاريازغو کې چې ترې پاتې شي وړۍ اړوي سترگې
دُعا به د کوترې سپين وزرې ورسره ويچې ”باز“ نه په هوا هره جړۍ اړوي سترگې
١٩٩٩/٢/٢٩...
12.11.2007
- baz
هغه چې د مودو خُمار يې سترگو کې غړيږيخپل وار ته يې وار نه کيږي يو جام اخلي او ځي
د چا چې اراده د خپل منزل په لور پخه ويفراز و نشيب نه گوري بس گام اخلي او ځي
يو درد د چا دمينې مې پرهر ته لاره کړېي...