هغه چې د مودو خُمار يې سترگو کې غړيږي
خپل وار ته يې وار نه کيږي يو جام اخلي او ځي
د چا چې اراده د خپل منزل په لور پخه وي
فراز و نشيب نه گوري بس گام اخلي او ځي
يو درد د چا دمينې مې پرهر ته لاره کړې
يو ياد يې جانانه هميش سلام اخلي او ځي
د کوم يو وږي ”باز“ نظر په کلي لگيدلی
په شنه سهار کوتر ه چې له بام اخلي او ځي
١٩٩٩/٦/٥