په ليونو کې دې راغلی نه يم
جانانه زه دومره ښاغلی نه يم
ما د خولگۍ طمعه کې و نه ساتې
زه خو لا دومره نازولی نه يم
بخښنه غواړم په حاضر محفل کې
د چا په سترگو کې خو خلی نه يم
اوس نه چنار او نه سنځلې شته دی
اوس د هغې يادونو کلی نه يم
د يو ورور پښه مې جنگ کې وبايلله
خو له سنگره تښتيدلی نه يم
12.11.2007
- baz
هغه چې د مودو خُمار يې سترگو کې غړيږيخپل وار ته يې وار نه کيږي يو جام اخلي او ځي
د چا چې اراده د خپل منزل په لور پخه ويفراز و نشيب نه گوري بس گام اخلي او ځي
يو درد د چا دمينې مې پرهر ته لاره کړېي...
12.11.2007
- baz
څه ښکلی تصور و چې تر څنگه وه راغلېنغمه وه د لونگو چې گلرنگه وه راغلې
په تورو تورو سترگو يې قلنگ راځنې واخيستچې کور ته مې د زړه يوملنگه وه راغلې
د خپل مين ټپونه يې گنډل په تار د څڼوهغه پښتنه پيغله چې له جنگه وه راغلې
سندرې يې له لپو نه شيندلې ليونۍ وهبيگا راته په خوب کې شوخه شنگه وه راغلې
د ږدن پر ځای د بنگ دانې خوړلې وې کوت...