څه ښکلی تصور و چې تر څنگه وه راغلې
نغمه وه د لونگو چې گلرنگه وه راغلې

په تورو تورو سترگو يې قلنگ راځنې واخيست
چې کور ته مې د زړه يوملنگه وه راغلې

د خپل مين ټپونه يې گنډل په تار د څڼو
هغه پښتنه پيغله چې له جنگه وه راغلې

سندرې يې له لپو نه شيندلې ليونۍ وه
بيگا راته په خوب کې شوخه شنگه وه راغلې

د ږدن پر ځای د بنگ دانې خوړلې وې کوترې
دا نن چې درته ”بازه“ ړنګه بنګه وه راغلې

١٩٩٩/٥/١٢