ته لږ راته وگوره
زړه لږ راته وگوره

ژوند په کې راونغاړه
مړه لږ راته وگوره

بس درنه يوخوله غواړم
څه؟ لږ راته وگوره

گل په اننگو وړمه
ښه لږ راته وگوره


١٩٩٩/٥/١٢