تور کفار لښکر په سپين اسلام راواړوه
لږ دې په رخسار د زلفو لام راواړوه

پام کوه آشنا چې پښه نيولی په کې نه شې
مينه خو سرحد نه لري گام راواړوه

زه به ورته ټوله شاعري خپله اهدا کړمه
خدايه د شاعر حسن خو پام راواړوه

پريږده چې د ژوند خُمار مې ټول په کې خړوب کړم
تنده ماتومه ساقي جام راواړوه


١٩٩٩/٦/٦