د ژوند مسته نغمه چې له ربابه راوتله
د مينې ولوله مې له شبابه راوتله

زمزم خو به چا نه وي په مينا کې اړولي؟
بيگا شپه چې وږمه يې له شرابه راوتله

د تندې تلوسه مې وار له واره زياتيدله
ها ښکلې چې يارانو له سُرابه راوتله

پرون چې د مطرب له ترنگه څه مې اوريدلي
هم هغه مسئله نن له کتابه راوتله

کوم چا به په پنجره کې بنديوانه وي ساتلي
کوتره خو به ”بازه “ بې حجابه راوتله

١٩٩٩/٦/١٤