څه د ژوندون سړو تودو وخوړم
څه د چا مينه کې نشو وخوړم

هسې له وخت نه گيله څه له کوم
خپلو يارانو په پردو وخوړم

وطنه ستا له غيږې ليرې، ليرې
د پرديسيو ورځو شپو وخوړم

هغه خدايي سلام هم نه راکوي
زه يې غمونو انديښنو وخوړم

خپلې خورينگي ته کوترې ويل
زه د ”باز“ دوه وو سترگو سرو وخوړم

١٩٩٩/٧/٨