اور مې کړه شرر کې مې راونغاړه
درد يمه پرهر کې مې راونغاړه

وا مې خله د سترگو په کونجونو کې
ښکليه! نظر کې مې راونغاړه

تورو ماښامونو ته مې پرې نه ږدې
گوره سپين سحر کې مې راونغاړه

نن راته کوترې څه په مينه ويل
” بازه“ په وزر کې مې راونغاړه

١٩٩٩/٨/٢٧