خبره چې په کلي کې شوره شوه څنگه ځې؟
کيسه زموږ د مينې چې ښکاره شوه څنگه ځې؟
تصوير دې په کې وځړوه، ياد خو به دې ساتي
رڼه مې د زړگي چې آيينه شوه څنگه ځې؟
هن! واخله لږ سرور خو په ليمو رانه يوسه
ژوندون مې درته ويړه ميکده شوه څنگه ځې؟
سهار و، مازديگر شو اوس ماښام په تيريدو دی
ايسار شه د چا ياده نوره شپه شوه څنگه ځې؟
ښه ډېر به درته جوړ کړم سپينې غاړې ته ځونډي
پخه چې د لونگو کرونده شوه څنگه ځې؟
١٩٩٩/١١/١٥
12.11.2007
- baz
اور مې کړه شرر کې مې راونغاړهدرد يمه پرهر کې مې راونغاړه
وا مې خله د سترگو په کونجونو کېښکليه! نظر کې مې راونغاړه
تورو ماښامونو ته مې پرې نه ږدېگوره سپين سحر کې مې راونغاړه...
12.11.2007
- baz
څوک مې په ميو باندې، څوک مې په بنگ نمانځيڅوک مې د تورو سترگو په ښکلي جنگ نمانځي
بيا د غزل ملکې، گيډۍ سندرې راوړېچې به په دې عنايت، کوم يو ملنگ نمانځي
بيا په وطن سپرلی شو، جونې په سيل ووتېسپينه سينه به د چا په تور لونگ نمانځي
ډيوې رڼا دې ورته، د کوه طور ډيوه شيژوند په مرموزه ادا درته پتنگ نمانځي
د وطن...