له زړه نه درته وايمه د ځان په څير مې خوښ يې
جانانه په والله چې د ايمان په څير مې خوښ يې
د مخ فضا دې ټوله سندريزه غوندې ښکاري
د سپينو رڼو ستورو د آسمان په څير مې خوښ يې
د زړه تاخ کې دې ساتم تقدس دې په ليمو وړم
باور وکړه جانانه د قرآن په څير مې خوښ يې
” سالکه“ آشنا څنگه رانه ليرې، ليرې گرځې؟*
” نثار“ زما ياره د ” کاروان“ په څير مې خوښ يې
د ښکليو په څير ښکلی يې غزله د ”پسرلي“*
د مينې د کيسې او د رومان په څير مې خوښ يې
*سالک، نثار او کاروان زما شاعران ياران
*استاد پسرلی زموږ مشر او استاد شاعر