ستا د ښکلا ځينې قلنگ غواړي
يوه خولگۍ درنه ملنگ غواړي
ستا د کوڅې له رقيبانو امان
په نه خبره باندې جنگ غواړي
څومره ساده ده کليواله مينه
د هار پر ځای رانه لونگ غواړي
د زړه مې سوبه په دوه څيزه کيږي
يو رانه تا غواړي بل بنگ غواړي
د ښکار پر ځای ورسره مينه وکړه
” بازه “ کوترې درنه څنگ غواړي
12.11.2007
- baz
له زړه نه درته وايمه د ځان په څير مې خوښ يېجانانه په والله چې د ايمان په څير مې خوښ يې
د مخ فضا دې ټوله سندريزه غوندې ښکاريد سپينو رڼو ستورو د آسمان په څير مې خوښ يې
د زړه تاخ کې دې ساتم تقدس دې په ليمو وړمباور وکړه جانانه د قرآن په څير مې خوښ يې
” سالکه“ آشنا څنگه رانه...
12.11.2007
- baz
د زړه خُم مې لبريزه دی ميخواره رانه ورکهتصوير مې پسې گرځي خو هينداره رانه ورکه
هر څو که لاروی يمه د شپږو جهتو...