د زړه خُم مې لبريزه دی ميخواره رانه ورکه
تصوير مې پسې گرځي خو هينداره رانه ورکه
هر څو که لاروی يمه د شپږو جهتونو
چې تا ته غځيدلې هغه لاره رانه ورکه
چې ژوند ټپه ټپه کړي چې ميوند ټپه ټپه کړي
يو داسې پښتنه د جنگ سالاره رانه ورکه
د بين په ترنم يې د روح کلي ته رابولم
هنر چې په کې نغښتی هغه ماره رانه ورکه
موده وشوه سندرې راته نه راوړي يارانو
څه ټکه راپريوتې سندرماره رانه ورکه