څوک مې په نظر کې راشين شوی دی
درد مې په پرهر کې راشين شوی دی
ډېر به د ارمان گلونه ونيسي
زړه مې په گودر کې راشين شوی دی
رام به نه شي کلکې ارادې لري
هر افغان سنگر کې راشين شوی دی
نښې د ”حمزه“ د تخيل لري
شعر که په ”خيبر“ کې راشين شوی دی
بيا به په پنجو کې زرکه ونيسي
ښکار د ”باز“ وزر کې راشين شوی دی