د مينې لاروی يمه صنم ته مې وربولي
دا داسې بُتکده ده چې حرم ته مې وربولي
دا زړه راسره رخه لري ځکه خو يارانو
چې چيرته مينه نه وي هغې چم ته مې وربولي
د چا د تورو سترگو د جادو به څه اثر وي
چې هر سهار د ميا او ملا دم ته مې وربولي
چې ستا د خولې خبره مې په شونډو زمزمه شي
يو ښکلی ترنم شي زير او بم ته مې وربولي
نظر مې د رخسار په لارو تورو زلفو ونيو
دا څنگه رڼې لارې دي تورتم ته مې وربولي
ليمو کې يې د ژوند خُمار، خُمار راته کرلی
چرسي بنگي سړی يمه چيلم ته مې وربولي
١٩٩٨/٦/٢٦
12.11.2007
- baz
يو ساز و، يو سرور و، يو نغمه وه تيريدهپه سيمه مې د روح د چا وږمه وه تيريده
هيڅ حد يې د ښکلا ټاکلی نه شمه يارانود سيند په څير روانه وه څپه وه تيريده
يو څوک مې تصور کې جوړوله ورانولهپه ما د ليونتوب يوه دوره و...
12.11.2007
- baz
له زړه نه درته وايمه د ځان په څير مې خوښ يېجانانه په والله چې د ايمان په څير مې خوښ يې
د مخ فضا دې ټوله سندريزه غوندې ښکاريد سپينو رڼو ستورو د آسمان په څير مې خوښ يې
د زړه تاخ کې دې ساتم تقدس دې په ليمو وړمباور وکړه جانانه د قرآن په څير مې خوښ يې
” سالکه“ آشنا څنگه رانه...