يو ساز و، يو سرور و، يو نغمه وه تيريده
په سيمه مې د روح د چا وږمه وه تيريده
هيڅ حد يې د ښکلا ټاکلی نه شمه يارانو
د سيند په څير روانه وه څپه وه تيريده
يو څوک مې تصور کې جوړوله ورانوله
په ما د ليونتوب يوه دوره وه تيريده
ها ستوري به يې ياد وي چې تک شنه وو له خندا نه
ها څنگه د مستيو ډکه شپه وه تيريده
يو شرنگ مې د پاوليو په غوږونو کې نڅيږي
په خيال کې مې تر څنگه چې هغه وه تيريده
١٩٩٨/٦/٢٨
12.11.2007
- baz
يو نظر خو رندانه راواړوهلږه تيره زمانه راواړوه
درنگ ساعت له به ډيوه په مړه کيدو شيهله ژر شه پروانه راواړوه
د تندي له ايينې نه گورې زلفېپه رخسار دانه وانه راواړوه
د ښکلا بته په زړه کې مې ديره شهدا حرم په بتخانه راواړوه
بازه اوس دې غزلونو کې خوند نه شتهبس دی نوره افسانه راواړه
١٩٩٨/٦/٢٠...
12.11.2007
- baz
د مينې لاروی يمه صنم ته مې وربوليدا داسې بُتکده ده چې حرم ته مې وربولي
دا زړه راسره رخه لري ځکه خو يارانوچې چيرته مينه نه وي هغې چم ته مې وربوليد چا د تورو سترگو د جادو به څه اثر ويچې هر سهار د ميا او ملا دم ته...