يو نظر خو رندانه راواړوه
لږه تيره زمانه راواړوه
درنگ ساعت له به ډيوه په مړه کيدو شي
هله ژر شه پروانه راواړوه
د تندي له ايينې نه گورې زلفې
په رخسار دانه وانه راواړوه
د ښکلا بته په زړه کې مې ديره شه
دا حرم په بتخانه راواړوه
بازه اوس دې غزلونو کې خوند نه شته
بس دی نوره افسانه راواړه
١٩٩٨/٦/٢٠
12.11.2007
- baz
لږ يې راويښ کړه دې ويده ارمان ته لاس واچوهراشه دا ځل زما د زړه گريوان ته لاس واچوه
راته د سپينو سپينو ستورو اميلونه راوړهد کائيناتو دې خواره جهان ته لاس واچوه
ترينه ولجه کړه د سندرو غرونه غرونه اوښاند غزلونو اوښبانه کاروان ته لاس واچوه
چې د وختونود ناسازو نه څه غچ خو واخلوجانانه نن خو دې تراخه دوران ته لاس واچوه
چې د رقيب له زړه نه سوی سوی دود وخيژي” عابده“ دا ځل دې خواږه جانان ته لاس واچوه١٩٩٨/٦/١٧...
12.11.2007
- baz
يو ساز و، يو سرور و، يو نغمه وه تيريدهپه سيمه مې د روح د چا وږمه وه تيريده
هيڅ حد يې د ښکلا ټاکلی نه شمه يارانود سيند په څير روانه وه څپه وه تيريده
يو څوک مې تصور کې جوړوله ورانولهپه ما د ليونتوب يوه دوره و...