لږ يې راويښ کړه دې ويده ارمان ته لاس واچوه
راشه دا ځل زما د زړه گريوان ته لاس واچوه

راته د سپينو سپينو ستورو اميلونه راوړه
د کائيناتو دې خواره جهان ته لاس واچوه

ترينه ولجه کړه د سندرو غرونه غرونه اوښان
د غزلونو اوښبانه کاروان  ته لاس واچوه

چې د وختونود ناسازو نه څه غچ خو واخلو
جانانه نن خو دې تراخه دوران ته لاس واچوه

چې د رقيب له زړه  نه سوی سوی دود وخيژي
” عابده“ دا ځل دې خواږه جانان ته لاس واچوه
١٩٩٨/٦/١٧