چا پسې ورک زما نظر گرځي
ښکلي چې گورم په ما سر گرځي

غم مې د زړه کلي ته لاره کړې
په سپين سترگۍ په کې اکثر گرځي

يارانو ځمه لاس نيوی ترې کوم
چيرته د مينې پيغمبر گرځي

د مخ رڼا يې دنيا ونيوله
يو څوک په څير لکه د لمر گرځي

خدايزده چې زرکې کومې خواته تللي
ورپسې ” باز “ په سم او غر گرځي