مينه مې داسې په دايره کې واخلي
لکه بين مار چې مار هوده کې واخلي

د مازديگر وعدې ته نه رسيږي
د ديدن تنده مې غرمه کې واخلي
ښکلې گناه ته مې رابولي ساقي
رانه توبه په ميکده کې واخلي
د عزرائل  به دا احسان ومنم
که رانه ساه ستا په کوڅه کې واخلي
زما په زړه داسې قبضه واچوه
لکه ښامار چې لال ولجه کې واخلي

سترگې يې سرې شي په چا خيال نه کوي
” باز “ چې کوتره په پنجه کې واخلي

١٩٩٨/٥/١