ډک له مينې زړه لرم
شکر دی هر څه لرم
بدو ته يې بد وايم
ښه يې په ليمه لرم
زه د جانان غم سره
تل د زړه خواله لرم
خټه مې له عشقه ده
اور لرم، اوبه لرم
ويښ وخت څه په منډه ځي
زه چې بخت اوده لرم
مه! وزر مې مه تړه
” باز “ يم الواته لرم

١٩٩٨/٤/١٣